د طاهر یولداش زوی طالبانو ته جلبوجذب کوي
په جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر طاهر یولداش زوی او یو پاکستانی جنرال شیخ ندیم د دغه ولایت په درزاب او قوشتېپې ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د دوی په وینا، د طاهر یولداش یو زوی له داعش ډلې سره یو ځای شوی و او بل یې هم له طالبانو سره دی چې اوسمهال په فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کې د طالبانو لیکو لهپاره جلبوجذب کوي.
طاهر یولداش د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر و چې په ۱۳۸۸ ل کال کې د امریکايي بېپېلوټه الوتکو له لوري په وزیرستان کې ووژل شو.
نوموړي له القاعدې ډلې سره ژورې اړیکې لرلې.
0 دیدگاه