د ولسمشریزو ټاکنو نېټه د شنبې په ورځ اعلانېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه د شنبې په ورځ اعلان شي.
د دوی په وینا، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او پر ټاکنو د څار بنسټونو د یادو ټاکنو په اړه له کمېسیون سره خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم په پام کې نیولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړی عزیز ابراهیمي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لهپاره به د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د قوس په ۲۴مه پیل او د جدې تر لومړۍ نېټه به دوام وکړي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د یادو ټاکنو لهپاره بشپړ تیاری نیول شوی او د راتلونکې وري میاشتې په ۳۱مه نېټه به وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه هم د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی و، خو بیا یې هم یادې ټاکنې مدیریت نهکړې چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، نوماندانو او عامو خلکو خوله یې ځانته راواړوله.
0 دیدگاه