ایران د کوثر جیټ الوتکو جوړول پیل کړل
د ایران د دفاع وزیر وایي، هېواد یې د کوثر په نامه د جنگي جېټ الوتکو تولید پیل کړ.
د ایران دولتي تلوېزیون وایي، د دې داخلي جنگي جېټ الوتکو د تولید کار یوه ورځ وروسته له هغې پیل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر تهران د امریکا د پاتې بندیزونو د لگولو اعلان وکړ.
د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي وايي، د دې جیټ الوتکو د کار پیل "د دښمن د بندیزونو" سره سره د ایراني کارپوهانو د وړتیا ښکارندويي کوي.
0 دیدگاه