د سمیعالحق د قاتلینو د موندلو هڅې پيل شوې
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان د سخت دریځه مذهبي مشر مولانا سمیع الحق د وژل کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
چارواکي وايي، ژر به مالومه شي چې هغه چا او ولې وژلی دی.
مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و او تېر کال یې په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي و چې د دوی په سیاسي اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پر ضد په جګړه بوختې دي.
0 دیدگاه