ترانه
انډيوالانو سلامونه!
شايد په مکتب کې هم کله کله ترانې واياست، خو ځينې ماشومان وي چې په زړه کې بيداره وي، مګر ډېر جرات نه لري چې د کتار په مخ کې خلکو ته ترانه ووايي. کله کله بيا ماشومان جرات هم لري، مګر کومه داسې ترانه چې خوښه يې شي او چا ته يې ووايي، ګوتو ته نه ورځي. راځئ معصومې غرنۍ توړۍ دغسې يوه خوږه ترانه درته ليکلې، زده يې کړئ او که مو ياده کړه لا به ښه وي؛
***
کال فصلونه
څومره ښکلې دا دنيا ده پکې جوړ څلور فصلونه
ډېر ښکلي يې نومونه
لومړی يې پسرلی دی چې لري ښه ډېر ګلان
ډېر وي پکې باران
دويم موسم يې دوبی له مېوو نه وي ډک پک
ټول وي ورته هک پک
درېيم موسم يې منی په هر خوا پاڼې رژېږي
ګلان پکې زنګېږي
دا ژمی څلورم دی پکې واورې ډېرې ووري
ښکلا پکې هر لوري
0 دیدگاه