زه څوک يم؟
زه څوک يم؟
سلامونه ګلاليو ماشومانو!
خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛
***
ﺯﻩ ﻭړﻩ نجلۍ ﯾﻣﻪ
پلارته ښاپېرۍ یمه
مور ته ناوکۍ یمه
ښکلې، ګلالۍ یمه
لوبې په خپل کور کوم
پام په خپلې خور کوم
کار مې هم د مور کوم
کله کله شور کوم
ښکلې مې نانځکه ده
مانه هم نازکه ده
منډو کې چابکه ده
ورکه رانه ځکه ده
درس مې زه د شپې وایم
ښکلي الف بې وایم
شعر ښه په مزې وایم
نورو ته کیسې وایم
زه وړه نجلۍ یمه
ډېره ګلالۍ يمه
0 دیدگاه