د کتاب خوږې خبرې
د کتاب خوږې خبرې
سلامونه انډيوالانو!
خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛
***
ـ زه یوه لویه ښکلې پاچاهي یم.
ـ زه پرمختګ او سرلوړي یم.
ـ زه له تاسې سره مرکې کوم.
ـ زه ستاسې هینداره یم.
ـ زه ونه یم او ښايسته پاڼې لرم.
ـ خو د ناپوهي بېپاڼو وچه ونه نه يم.
ـ زه هغه موخه یم چې په نښه کېږم.
ـ زه هغه کوچينی کور یم چې لوېيږم.
ـ زه هغه لیکنه یم چې نه پای ته رسېږي.
ـ زه تلپاتې خوشبويي او عطر یم.
ـ زه تلپاتې ځواني یم.
ـ زه تاسې ته لوی نعمت یم.
ـ زه له تیارو سره په جنګ يم.
ـ زه د سولې کوتره یم.
0 دیدگاه