ځنګل او د زړې بیزو کیسه
ځنګل او د زړې بیزو کیسه
اجمل تورمان
لومړۍ برخه
په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟
زړه بیزو لګیا وه نورو بیزوګانو ته یې ویل چې بنیادمان ولې د ځڼګل ونې وهي؟
- انسانان د ځنګله د ځینو ونو له لرګیو د خپلو کورونو لپاره دروازې، کړکۍ او نور شیان جوړوي، له ځینو تیران باسي او د کوټو سرونه ورباندې پټوي او د ځینو ونو له لرګیو د سونګ لپاره کار اخلي. زړه بیزو د انسانانو د ژوند په اړه په ځینو نورو خبرو هم پوهېده، ځکه هغې له انسانانو سره ډېر ژوند کړی و.
کلونه مخکې کله چې ډېره کوچينۍ وه یو بیزوان هغه له ځنګله تښتولې وه، بیزوان د بیزو په غاړه کې رسۍ اچولې وه او د ښار په هره برخه کې به یې هغه ګډوله او نخرې به یې پرې کولې. ډېر خلک راټولېدل او د بیزو د ګډا او نخرو ننداره به یې کوله. بیا به خلکو بیزوان ته غیرانونه او روپۍ په څادر ور واچولې او بیزوان به په هماغو ټولو شویو پیسو ځان او بچو ته خواړه برابرول. زړه بیزو د انسانانو په خبرو هم پوهېده، د نخرو په وخت کې به بیزوان پرې غږ کړ؛ بیزو سلام واچوه! هغې به سلام واچوه، بیزوان به ورته وویل؛ افرین، شاباس اوس نو سرکونډۍ هم ووهه چې دا خلک به وايي سر کوندۍ یې نه ده زده.
بیا به نو بیزو سرکونډۍ وهله او خلکو به چک چکې کولې او د بیزوان په څاردر به د روپیو او غیرانونو شرنګار جوړ شو. دا خو د زړې بیزو کیسه وه را به شو دې ته چې بیزوګان چې په ځنګله کې د تبرونو غږونو وارخطا کړي وو هغوی بیا څه وکړل.
نور بیا...
0 دیدگاه