ګوندونه؛ له بایومټریک پرته اچول شوې رایې نه منو
یو شمېر ګوندونه وايي، د هغو مرکزونو رایې به و نه مني چې له بایومټریک پرته پهکې ټاکنې شوې.
دا ګوندونه وايي، ټاکنې له شرمه ډکې او نیمګړې وې.
د حزب اسلامي غړی همایون جریر وايي، د خلکو باور ته زیان ورسېد.
خو له دې ټولو سره سره د ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکنې یوه بریالۍ پروسه وه او دوی توانېدلي چې د خلکو باور خپل کړي.
0 دیدگاه