پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي
۵ حمل ۱۳۹۹ 1830 0 نظر sarkhat.af

پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازو سره کتلي دي.

دده په خبره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.

شاهین وایي پمپیو ژمنه کړې چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان وځي او د سرتېرو د کمولو لړۍ روانه ده.

 پاکستان د افغان سولې په لاره کې د خنډونو د لیرې کېدو ته تیار ښودلی

Mar 14, 2020 29

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"

Mar 07, 2020 29

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې  دغه هېواد ته سرتېري واستوي.

فیروز: کرونا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نه ده دننه شوې

Mar 07, 2020 29

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، کرونا لا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نده دننه شوې

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک