فیروز: کرونا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نه ده دننه شوې
۱۷ حوت ۱۳۹۸ 1552 0 نظر sarkhat

فیروز: کرونا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نه ده دننه شوې

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، کرونا لا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نده دننه شوې او که خلک د عامه پوهاوي په برخه کې لازمه همکاري وکړي نو د اوس په څېر به یې پر کنټرول برلاسي وي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، تر اوسه په هرات کې د یادې ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي. هغه ویلي، دا ناروغي له هغو کسانو سره راغلې ده چې تازه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو. فیروز زیاته کړې، پر کرونا ویروس اخته کسان اوس د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي. فیروز ټینګار کړی دی چې دغې ناوړه ناروغۍ تر اوسه ټولنې ته درز نه دی پیدا کړی او که چېرته ټولنې ته دننه نشي نو کنټرول یې اسانه او د اندېښنې وړ نه دی. فیروز له خلکو غوښتنه کړې ده چې په هرات ولایت کې دې په غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او په خبره یې، په دغه ولایت کې به سر له سبا ټول سرپټي ځایونه دواپاشي شي. تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ۱۱۹ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې څلور مثبتې او پاتې نورې یې لا هم نه دي تشخیص شوي.

پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

Mar 24, 2020 29

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر [...]

 پاکستان د افغان سولې په لاره کې د خنډونو د لیرې کېدو ته تیار ښودلی

Mar 14, 2020 29

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"

Mar 07, 2020 29

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې  دغه هېواد ته سرتېري واستوي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک