" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې دغه هېواد ته سرتېري واستوي.
هغه دغه څرګندونې د روسیې له ټاس خبري آژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي.
تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې روسیه د افغانستان په تړاو دا شان دریځ نیسي.
روسیه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې پر اساس، ټاکل شوې ده چې ۱۴ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
0 دیدگاه