کرونا؛ په هېواد کې ټولې ورزشي سیالۍ ودرول شوې
د افغانستان د بدني روزني او ورزش ادارې به هېواد کې ټولې ورزشی سیالۍ ودرولې.
په دغه اداره کې مسوولین وایي دا پرېکړه د کورنا ویروس د خورېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.
دوی د ورزش له اړوندو ټولو مسوولینو او فدراسیونو غوښتي چې دا پریکړه عملي کړي.
د بدني روزنې او ورزش د ادارې دا پریکړه په ولایتونو کې هم عملي کیږي.
د ورزش مسوولین په داسې حال کې دا پریکړه کړې چې د کرونا ویروس له ویرې په ګاونډیو هیوادونو اویو شمېر نورو هېوادونو کې هرډول ورزشي لوبې او سیالۍ درول شوې، خو په افغانستان کې د وزلوبی سیالۍ دوام لري.
0 دیدگاه