ترانسپورټ وزارت سږ کال ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي
ترانسپورټ وزارت وايي، سږ کال د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، محمد یما شمس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت د ځواب ویلو په پروګرام کې ویلي، د دغو عوایدو له جملې څخه ۷.۲ میلیارډه افغانۍ د ملکي هوایي چلند ادارې، ۲.۵ میلیارده افغانۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، ۲.۱ میلیارډه افغانۍ د سړک ټرانسپورټ ادارې، ۴۸۸ میلیونه افغانۍ د ترافیکو ادارې او ۶۵ میلیونه افغانۍ د سړکونو د ملي ادارې له خوا راټولې شوې دي.
د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو په اساس، په ۱۳۹۸ کال کې د ۳۴ ولایتونو په کچه د تطبیق شویو پروژو له لارې په مستقیم ډول شاوخوا د ۲۳ زره او په غیر مستقیم ډول د شاوخوا ۱۳۸ زره دندو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.
0 دیدگاه