ملي پراختیا شرکت ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي
ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې له غړیو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د ملي پراختیا شرکت به، د یوې میاشتې په لړ کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
بلخوا د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمن عطاش ولسمشر ته خطاب کې ویلي، چې ۴۰ زره کسانو ته د کار پیدا کېدو پلان ترتیب شوی او ډېر ژر به عملي شي.
د هغه په وینا، د ۴۰ زره کسانو د ګومارنې پروسه به راتلونکې اوونۍ په کابل او هرات ولایتونو کې پیل شي.
ولسمشر پر داسې مهال ۴۰ زره کسانو ته د کار کولو زمینې برابرېدو خبره کوي چې تازه کابل او هرات ولایتونه قرنطین شوي دي.
د قرنطین پر مهال بې وزه کورنۍ نیوکه کوي چې آن د یوه وخت ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري او حکومت یې باید لاس نیوی وکړي.
0 دیدگاه