طالب جګړه مارانو په بادغیس کې یو کمانډو سرتېری شهید کړی
د بادغیس ولایت چارواکي ادعا کوي چې د طالب جګړهمارانو په برید کې د کمانډو ځواکونو یو سرتېری شهید شوی او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.
د بادغیس د والي ویاند نجمالدین برهاني ویلي، طالبانو د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر پوسته برید وکړ.
هغه وویل: "د طالبانو د برید په نتيجه کې زموږ له سرتېرو یو ووژل شو او بل ټپي شو، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي مشر خپلو کسانو ته امر کړی وو چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو خپل بریدونو ته دوام ورکړي."
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد وايي، افغان ځواکونه په دفاعي وضعیت کې دي.
د ښاغلي خالد په وینا، که طالبان برید وکړي، افغان ځواکونه به ورته ځواب ورکړي.
د یادو وړ ده، د تاوتریخوالي د کمولو بهیر د جمعې په ورځ پای ته ورسېد او طالبانو اعلان وکړ، چې پر امریکايي ځواکونو به بریدونه صفر ته رسوي، خو پر افغان ځواکونو یې د جګړې د بیا پیل خبر ورکړی.
0 دیدگاه