په ننګرهار کې د سنوکر کلب د چت لوېدو له امله درې تنه شهیدان شوي
د ننګرهار ولایتي اداره وایي، د جلال اباد ښار اوومې ناحیه سرخرود دوسره کې د سنوکر کلب د چت لوېدو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته وایي، پېښه نن ماسپښین شوې چې ۳ تنه په کې مړه دي او ۱ ژوبل شوی کس له درملنې وروسته کور ته لیږدول شوی دی.
خو د ننګرهار روغتیايي مسؤلینو ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځایه درې جسدونه او دوه ټپيان وروړل شوي دي
0 دیدگاه