امنیتي ځواکونو په غزني کې د طالبانو د نشهيي توکو کارخه له منځه وړې
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني کې یې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز، د وسلو زېرمهتون او د دغې ډلې د نشهیي توکو یوه کارخونه لهمنځه وړې ده.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په مقر ولسوالۍ کې شویو دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان هم چې څوک پهکې بندي نهو، ویجاړ شوی دی.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو له دې ځایه ځیني تجهیزات، پوځي جامې، یو موټر او دوه موټرسایکلونه ترلاسه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
0 دیدگاه