له یوې میاشتې راهیسې په کابل کي د مخدره توکو ۷۵ قاچاقبران نیول شوي
د کابل پولیس وايي، په دغه ښار کې یې له یوې میاشتې راهیسې ۷۵ تنه د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي د.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، د کابل په شاوخوا سیمو کې نیول شویو دغو تورنو کسانو سره ۵۶ کېلو ګرامه هیرویین هم نیول شوي دي.
نوموړی وايي، پولیسو په دغه موده کې له ټول کابل ښار څخه شاوخوا ۴۰۰ معتادان هم راټول کړي او روغتیايي مرکزونو کې يې بستر کړي دي.
نوموړی وايي، پولیس به د مخدره توکو له پلورونکو سره نرمي ونه کړي او د کابل په هر ځای کې چې وي وبه نیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ، تر څو په کابل کې د مخدره توکو د قاچاقبرو او مجرمینو جرړې وباسي ګني نورو ولایتونو ته به یې تبدیل کړي.
0 دیدگاه