په کندهار او ارزګان کې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، په کندهار او ارزګان کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې شپږو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ویلي، د ملا هارون د ګروپ دوه غړي تېره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ د جرخشک په سيمه کې وژل شوي دي او يو بل یې ټپي دی.
نوموړی زیاتوي، چې پرون له افغان ځواکونو سره په نښته کې د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په زرتاله سيمه کي هم يو وسلهوال وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو زیانونو یادونه ونه کړه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 دیدگاه