له چهارشنبې راهيسې د غور ولايت فلج دی
له تېرې چهارشنبې راهيسې د غور ولايت ټولې حکومتي ادارې د خلکو او کارکوونکيو پر مخ تړلې او په دې توګه د درست ولايت چارې په ټپه ولاړې دي.
د غور يوه اوسېدونکي نجيب الله سرخط ورځپاڼې ته وويل چې د دغه ولايت ځوانانو، مدني فعالانو او ديني عالمانو چې د ولايت پرېمانه اوسېدونکي هم ورسره دي، د ولايت مقام او حکومتي ادارو دروازې تړلې دی.
دی وايي، خلک سړک، برق او د ژوند نورې لومړنۍ اړتياوې پوره کول غواړي، خو په بودجه کې هيڅ پام ور ته نه دی شوی.
د ده په خبره، تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، د حکومتي ادارو دروازې به تړلې وي.
په غور ولايت مقام کې يوې سرچينې سرخط ته وويل چې ولايتي اداره کمزورې ده او د مظاهره کوونکيو غوښتنې پوره کول يې هم د وس کار نه دی.
دغه سرچينه وايي، والي، مرستيال يې او نور کارکوونکي محاصره دي، د ولايت مقام په دروازه کې خېمه وهل شوې او هيڅ حکومتي کارکوونکي ته، دندې ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.
د سرچينې په وينا، تر اوسه نه له مرکزه د کشالې د حل هڅه شوې او نه په ولايت کې څوک د سيمهييزو ادارو د خلاصولو په فکر کې دي.
0 دیدگاه