قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې موټرونه او سړي تښتولي
سرخط ته سرچينو ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي زورور قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې دوه موټر او يو لوډر برمته کړي دي.
سرچينو سرخط ته وويل چې دغه لوډر او موټرونه له څو تنو چلوونکيو او د واورو پاکولو نورو کارکوونکيو سره بهسودو ولسوالۍ ته د لارې خلاصولو او هلته له ناروغانو سره د مرستې کولو په پار لېږل شوي وو چې د عليپور نفر ورباندې پېښ شوي دي.
د قوماندان عليپور کسانو په زور دغه وسايط او کارکوونکي له ځان سره وړي او خپل شخصي کارونه ورباندې کوي.
سرچينې وايې، دولتي کارکوونکي او وسايط يې اوس د عليپور لپاره بېګار کوي.
څه موده وړاندې قوماندان عليپور په کابل کې نيول شوی و چې بيا وروسته بېرته د حکومت د لوړپوړيو چارواکيو په غوښتنه خوشې او خپلې سيمې ته لاړ.
پر ده د وژنو، سړي تښتونو او د خلکو د ځورولو پرېمانه تورونه دي.
0 دیدگاه