خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند نظامالدین جلال وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د شاوخوا څلور زره ټرافیکي پېښو له کبله له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او دغه راز له شل زرو ډېر نور ژوبل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو په وینا، دا شمېرې د تېر مېلادي کال د لومړنیو شپږو میاشتو اړوند دي او په وینا یې، د شپږو نورو میاشتو کره شمېرې به هم په نږدې راتلونکي کې خپرې کړي.
ټرافیکي پېښې په هېواد کې د جګړې تر څنګ، یو بل ستر لامل دی چې له کبله یې هر کال ګڼ شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي یا هم پکې ټپیان کېږي.
په همدې حال کې یو شمېر مسافر وايي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د لویو لارو خرابوالی، د موټرچلوونکیو بېاحتیاطي او د لارې په اوږدو کې نشه کول، د ټرافیکي پېښو ستر لاملونه دي.
د دوی په وینا، موټرچلوونکي د لارې په اوږدو کې د سپرلۍ ژوند ته پام نه کوي او یوازې د خپل او اړوند ټرانسپورټي شرکت د ګټې لپاره ګړندی مزل کوي چې په دې سره نه یوازې د خلکو، بلکې خپل ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.
د کابل ـ ننګرهار لویې لارې یو مسافر حشمتالله وايي، له یوې خوا دغه لاره تنګه او کږلېچونه لري او بل خوا ډېر موټرچلوونکي هم نشه وي او احتیاط نه کوي چې له کبله یې نږدې هره ورځ پر دغې لارې ټرافیکي پېښې کېږي.
د هغه په وینا، که موټرچلوونکي په بشپړ دقت موټر وچلوي، نه یوازې خپل، بلکې د سپرلۍ ژوند به یې هم ژغورلی وي.
خو د کابل ـ کندهار لویې لارې یو موټرچلوونکی هارون بیا د دغې لارې له خرابوالي شکایت کوي او وايي، ډېری ټرافیکي پېښې د کوچنیو پولچکونو او سړک د خرابوالي له کبله کېږي.
هغه زیاتوي، نه یوازې د کابل ـ کندهار، بلکې د هېواد د ټولو ولایتونو لویې لارې سمې نه دي او اړوندې ادارې یې باید له سره جوړې یا هم ترمیم کړي.
د ټرانسپورټ وزارت مسوولان بیا ډېرې ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکیو د بېغوري او بېاحتیاطي له کبله ګڼي.
دوی که څه هم د ځینو لویو لارو تنګوالی او غیرمعیاريتوب مني، خو ډاډ ورکوي چې دغه وزارت به یې پراخې او بېرته ورغوي.
بل خوا د ټرافیکو ریاست مسوولان بیا په ښارونو کې د تېرو کلونو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې د کموالي خبر ورکوي، خو وايي چې په لویو لارو کې دا پېښې کال په کار زیاتېږي چې له کبله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د دغه ریاست سرپرست خان محمد شینواری وايي، په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو ستر لاملونه د موټرچلوونکیو بېغوري، د ټرافیکي قوانینو او نښو په پام کې نه نیول، په نشهيي توکیو د یو شمېر موټرچلوونکیو روږدتیا او ځینې نور لاملونه یادوي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هر کال د ټرافیکي پېښو له کبله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو اړوندو ادارو او حکومت تر اوسه د دې ستونزې هوارولو لپاره د پام وړ کار نه دی کړی.
چارواکي وايي، خرابې لارې، د ټرافیکي نښو کموالی او له ټرافیکي اصولو سره د موټرچلوونکیو نابلدي، د موټرچلولو پر مهال بېغوري او ګړندی مزل او دغه راز پر لویو لارو د تګ پر مهال د موټرچلوونکیو له لوري د نشهيي توکیو کارول د ټرافیکي پېښو ستر لاملونه دي چې که مخه یې و نه نیول شي، هر کال به د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخلي.
0 دیدگاه