د بېسوادي پر ګړنګ؛ ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي
د بېسوادي پر ګړنګ؛
ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي
د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه نجونې تر ۱۵ کلني وړاندې زدهکړې پرېږدي. په دې څېړنه کې ناامني، ناوړه دودونه او بېوزلي هغه مهم لاملونه ښوول شوي چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډ جوړوي او هغوی اړ کېږي چې ۱۵ کلني ته تر رسېدو مخکې زدهکړې پرېږدي او له دغه اساسي حق نه بېبرخې شي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ د «ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي ارزونې، ستونزو او فرصتونو» په نوم د هېواد په ۶ ولایتونو کې یوه څېړنه کړې چې له مخې یې د ښوونځیو ۶۳ زدهکوونکې له ۱۳ تر ۱۵ کلنۍ پورې د بېلابېلو لاملونو له کبله خپلې زدهکړې پرېږدي.
ناامني، ناوړه کلتوري او ټولنیز دودونه، د کورنیو بېځایه کېدل او بېوزلي هغه ستر لاملونه دي چې په هېواد کې د نجونو له لوري د ښوونځي پای ته رسولو او لوړو زدهکړو مخه یې ډپ کړې ده.
د دغه بنسټ غړي عبدالله غزنوي پرون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۱ او ۱۳ کلنۍ پورې ډېرې نجونې ښوونځیو ته ځي، خو کله یې چې سن تر دې لوړېږي، په ښوونځیو کې یې شمېر را ټیټېږي. د هغه په وینا، د دوی د موندنو له مخې، د دغې ستونزې تر ټولو ستر لامل ناامني په ګوته شوې ده.
د راپورونو او مالوماتو پر بنسټ، وسلهوال طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، له اووم ټولګي وروسته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړې شي.
د دغو سیمو د اوسېدونکیو په وینا، که څه هم په سیمو کې یې د نجونو ښوونځي شته او دوی غواړي خپلې خویندې او لورګانې یې زدهکړو ته دوام ورکړي، خو د وسلهوالو طالبانو له لاسه نه یوازې نجونې له زدهکړو بېبرخې کېږي، بلکې د هلکانو پر زدهکړو هم منفي اغېز کوي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي هم د دغه بنسټ د موندونو د تایید تر څنګ وايي، اوس د ټول هېواد په کچه نږدې څلور میلیونه ماشومانو د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.
د هغه په وینا، د دغه شمېر ماشومانو له ډلې ۶۵ تر ۷۰ سلنې یې نجونې دي چې دغه اساسي حق ته لاسرسی نه لري، خو په وینا یې، دوی هڅه کوي چې دا ستونزه حل او د وطن د ټولو ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د میرویس بلخي په خبره، د نجونو د لومړنیو، ثانوي او لوړو زدهکړو د پرېښوولو د مخنیوي په موخه ځینې اقدامات شوي او په دې برخه کې ځینې نور پروګرامونه هم لري چې په نږدې راتلونکي کې به عملي بڼه غوره کړي.
هغه زیاته کړه، د دوی د ارزونو له مخې چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې کړې، په ټول هېواد کې ۳،۷ میلیونه ماشومان شته چې لومړنیو زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
هغه وايي، پوهنې وزارت سږ کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډېر شمېر ښوونځي جوړ کړي او په راتلونکیو کلونو کې هم په پام کې لري چې ۶۰۰۰ زره ښوونځي چې په دې ډله کې د نجونو ښوونځيو ته ځانګړی پام شوی، جوړ کړي.
دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف مسوولانو هم څو ورځې وړاندې په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۶۳۱ افغان ماشومانو د جګړو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۳۰ نور ټپیان شوي چې په منځنۍ کچه هره ورځ ۹ ماشومان شهید یا هم معلولېږي.
د یونیسف د مالوماتو پر بنسټ، اوس په افغانستان کې ۳،۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۳۰ سلنه یې هم پر درنو کارونو بوخت دي. دغې ادارې دغه راز خبر ورکړی و چې د هرو درېوو نجونو له ډلې یوه یې له اتلس کلنۍ وړاندې واده کوي او له زدهکړو بېبرخې کېږي.
0 دیدگاه