امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی
امارت بیا په شمال کې؛
طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی
که څه هم وسلهوالو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي او ولس یې اور ته نیولی، خو اوس د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ډله نه یوازې په دې ولایت کې کوچيني ماشومان خپلو لیکو ته جذبوي او روزنه ورکوي، بلکې لویې لارې یې تړلي او پر خلکو یې میاشتنی باج هم ايښی دی.
د جوزجان یو اوسېدونکی بسمالله وايي، طالبانو یې سیمې د جګړې په ډګر بدلې کړي، لویې لارې یې تړلي، په بېلابېلو عام خلک ځوروي او اوس یې تازه د دغه ولایت په منګجیک ولسوالي کې پر خلکو باج هم ايښی او هغوی اړ دي چې هره میاشت ټاکل شوې پیسې دې ډلې ته ورکړي.
د هغه په وینا، وسلهوالو طالبانو د منګجیک ولسوالي پر اوسېدونکیو چې شمېر یې ۱۲ زره کورنیو ته رسېږي، د میاشتې پر هره کورنۍ ۵۰ افغانۍ چې ټولټال ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، باج ايښی دی.
هغه وایي، د طالبانو ظلم ته په کتو د دغې ولسوالي هره کورنۍ اړ ده چې ټاکلې پیسې دې ډلې ته ورکړي، که نه له سیمې یې کډه کولو ته اړ باسي او اجازه نه ورکوي چې دوی ته له باج ورکولو پرته په خپلو مېنو کې ژوند وکړي.
په همدې حال کې د شبرغان یو اوسېدونکی شېرمحمد وايي، د جوزجان د درزاب ولسوالي سلګونه کورنۍ د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړو له کبله د ولایت مرکز او ځینو نورو سیمو ته را بېځایه شوي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
دی زیاتوي، وسلهوالو طالبانو نه یوازې د جوزجان، بلکې د ټولو ولایتونو پر اوسېدونکیو ژوند تریخ کړی او په بېلابېلو نومونو یې وهي، ځوروي، باج ترې اخلي او ان وژني یې.
شېرمحمد له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره په دغه ولایت کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل او خلک یې له شره خلاص کړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د جوزجان په یو شمېر ولسوالیو کې او مرکز کې پر عامو خلکو د ژوند ساحه راتنګه کړې وه، د خلکو کوچيني ماشومان یې خپلو لیکو ته جذب کړي وو او ان ځینې کسانو ته یې په هټیو کې اور اچولی و.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو طالبانو څه موده مخکې د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالي شاوخوا ۱۰۰ ماشومان چې له ۱۳ ـ ۱۶ کلونو عمر یې درلود، د هغوی د کورنیو له خوښې پرته له ځانه سره بېولي وو.
د سیمې د اوسېدونکیو په وینا، طالبانو یاد ماشومان د هغوی د مغز مینځلو او نظامي روزنې لپاره بیولي او له روزنې وروسته یې د افغان ځواکونو او خلکو پر وړاندې جګړې ته هڅوي، ماینونه پرې ږدي او ان ځانمرګو بریدونو ته یې تیاروي.
طالبان یوازې په جوزجان کې نه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې چې دوی واکمن دي، پر عامو خلکو ظلمونه کوي، د عشر او زکات په نوم ترې پیسې، مېوې او خواړه ټولوي، وسلې پرې اخلي او له همدغو لارو نه یوازې خپل ورځنی ژوند چلوي، بلکې د باج په پیسو وسلې او نور تجهیزات اخلي او بیا د افغانانو پر وړاندې جګړې پرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په هېواد کې د روانې جګړې د پای او د سولې تامین لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو لسم پړاو هم بشپړ شوی او د راپورونو له مخې، دواړه لوري ښايي په نږدې راتلونکې کې هوکړې ته ورسېږي، تاوتریخوالی کم او د اوربند تر څنګ، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم لار هواره کړي.
0 دیدگاه