د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت
د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو له مخالفت سره مخ شوه.
که څه هم د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو له ورځې راهیسې او ان له هغه مخکې له سختو فشارونو، خنډونو او ستونزو سره مخ شو او په دې لړ کې یې د ځینو ټیمونو فرمایشونه هم ومنل، خو په ټوله کې یې د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان جرات وکړ او د دې پروسې بل پړاو یې رسماً د ټاکنیزو شکایتونو ته وسپاره.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم پرون «دوشنبه» په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو ټیمونو او د ټاکنو پروسې د نورو اړوندو لوریو د شکایتونو د ثبت لړۍ پیل کړه چې ۷۲ ساعته به دوام وکړي.
د دغه کمېسیون د مسوولانو په وینا، یو شمېر نوماندانو ترې د شکایتونو فورمې وړي او ځینو ورته رسماً خپل شکایتونه هم سپارلي چې دوی به یې د ټاکلې مودې تر پوره کېدو وروسته پر څېړلو پیل وکړي.
د مالوماتو له مخې، یو شمېر نوماندانو تر اوسه زرګونه شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي او دا لړۍ لا روانه ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اوس د ټاکنیز نظام د محکمې په توګه یو دروند مسوولیت پر غاړه لري چې باید په پوره بېطرفي او روڼوالو سره یې ادا کړي.
دغه کمېسیون د ټاکنو د پایلو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي چې په ټاکنو کې د نوماندانو د رایو سلنې ته په کتو به د ټاکنو کمېسیون په څېر یو نوماند بریالی اعلان کړي او یا به هم دا پروسه دویم پړاو ته وغورځوي.
که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څېړنو په پایله کې د نوماندانو ډېر شمېر رایې باطلې شي، ښايي د ټاکنو پروسه دویم پړاو ته لاړه شي او د ټاکنو کمېسیون به په هېواد کې سړې هوا او د ژمي موسم ته په کتو سږ کال دا پړاو ټاکنې و نه شي کولای، په دې سره به د ټاکنو پروسه د راتلونکي کال پسرلي ته وغځېږي چې له هر اړخه به د هېواد پر وضعیت منفي اغېز وکړي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید له ټاکنو کمېسیونه عبرت واخلي او له قانون پرته د هيچا او ډلې غوښتنو او فرمایشونو ته غوږ ونه نیسي او یوازې خپلې چارې پر مخ یوسي.
دغه کمېسیون اوس یو سخت، خو برخلیکټاکونکی ماموریت سپارل شوی او هره پرېکړه یې هېواد ښه او بد لوري ته بېولای شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په کار ده چې تر هر څه مخکې پر قانون، لایحو، طرزالعملونو او د شکایتکوونکیو له لوري پر ورته سپارل شویو سندونو تکیه وکړي او له مخې یې د خلکو د ارادې او رایو په اړه پرېکړه وکړي.
خو که داسې و نه کړي او د ټاکنو کمېسیون په څېر یې کمېشنران په خپلو کې د همغږي پر ځای، پر یو بل نیوکې او خپلې خپلې خبرې وکړي، د یو بل پر وړاندې ودرېږي، د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره دا ملي پروسه له پوښتنې سره مخ کړي او د نوماندانو د فرمایشونو له مخې وړاندې لاړ شي، نه یوازې خپلې چارې به ښې ترسره نه کړي، بلکې قضاوت به یې تر پوښتنې لاندې راشي او د یوې مهمې پروسې په اړه د پرېکړې په برخه کې به له خپل اصلي مسیره واوړي چې جبران به یې بیا ورته ستونزمن تمام شي.
ښه دا ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پوره خپلواکي، عدالت او غور سره د نوماندانو شکایتونه وڅېړي او له مخې یې د ټاکنو ملي پروسې په تړاو پرېکړه وکړي او دا ستونزمن ماموریت په ښه ډول وکړي، که نه د دوی د هرې نیمګړې پرېکړې او تېروتنې له کبله د هرې را منځ ته کېدونکې پېښې مسوولیت به یې پر غاړه وي. هاغه مهال به بیا خلکو ته د هرې رایې په اړه د خپلې هرې پرېکړې ځواب وايي.
0 دیدگاه