د ټاکنو لانجې ختمېږي
د ټاکنو لانجې ختمېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوږده ځنډ، اعتراضونو او انتظار وروسته د یکشنبې په ورځ په هغو اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړ چې د ثبات او همپالنې ټیم له لوري یې مخه نیول شوې وه.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې، اوس په تخار، جوزجان، سرپل او پنجشېر کې د رایو بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی او ډېر ژر به په بدخشان او فاریاب کې هم بشپړه شي، خو په وینا یې، یوازې د بغلان ولایت د رایو بیا شمېرنې او تفتیش بهیر تر جمعې ورځې دوام وکړي.
ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د اوو ولایتونو له بیا شمېرنې تر بشپړېدو او د پایلو له جمعبندي وروسته د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم تازه ویلي چې د ولسمشري ټول نوماندان او د هغوی پلویان باید ټاکنیز کمېسیونونه خپل کار ته پرېږدي او د ټاکنو پایلې هم ومني.
که څه هم د ثبات او همپالنې ټیم له کمېسیونه غواړي چې په هغو ۲۷ ولایتونو کې چې د دوی له څارونکیو پرته پکې د رایو بیا شمېرنه شوې، باید دا بهیر له سره پیل شي او ښايي دا ټیم په دې پلمه یو ځل بیا د ټاکنو د پایلې د اعلان مخه ونیسي، خو کمېسیون باید د افغانانو انتظار له دې اوږد نه کړي او نه یې هم د زغم کاسه چپه کړي.
د ټاکنو قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې، کمېسیون د رایو له بیا شمېرنې او تفتیش او د هغو د پایلو تر جمعبندي وروسته د ټاکنو د لومړنۍ پایلې پر اعلان مکلف دی او باید دا کار وکړي.
که ټاکنیز ټیمونه د ټاکنو د پایلې په تړاو شکایت لري، باید له قانون او اصولو سره سم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته چې د دغو شکایتونو څېړل یې مسوولیت دی، مراجعه وکړي او تر دې نور د ټاکنو پروسې او د لومړنۍ پایلې د اعلان په برخه کې د کمېسیون پر وړاندې خنډ و نه ګرځي.
په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پر وړاندې جوړ شویو خنډونو کمېسیون ناچاره کړی و چې د ۲۷ ولایتونو قسمي یا هم د دغه وضعیت د دوام په صورت کې لومړنۍ پایله اعلان کړي. اوس چې په دغو ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنې او تفتیش بهیر په بشپړېدو دی، داسې ښکاري چې د ټاکنو لانجمنه پروسه نوره په ختمېدو ده او کمېسیون به یې له بشپړېدو سره سم د پایلو تر جمعبندي وروسته د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان او د خلکو انتظار پای ته ورسوي.
سره له دې چې افغانان د ټاکنو کمېسیون پڅ کار او د ځینو ټاکنیزو ټیمونو ناندریو، لانجو او خنډونو ستړي کړي او د خپلو کارول شویو رایو د پایلې اعلان ته شېبې شماري، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او ځینو نورو بهرنیو چارواکیو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی هم دې اوږدې پروسې ستړي کړي او نور یې د ځنډ زغم نه لري.
ټاکنیزو کمېسیونونو ته په کار ده چې د ټاکنو پروسې په تړاو خپلې ټولې پرېکړې او اقدامات د قانون او خپلو طرزالعملونو او لایحو له مخې وکړي او ځینو ټیمونو ته په لوی لاس د دې پروسې د ځنډولو او لانجمنولو فرصت په لاس ور نه کړي.
د ولسمشري نوماندان هم باید نور د خلکو ارادې او رایو ته د درناوي تر څنګ، د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي او پرېکړو ته هم درناوی وکړي او پرېږدي چې خپلې چارې پر مخ یوسي او دا اوږده پروسه نوره را لنډه کړي.
خو که د تېر په څېر یو ځل بیا د دې ملي پروسې پر وړاندې چې د هېواد او خلکو سرنوشت ورسره تړلی، ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې ټاکنیز کمېسیونونه پر خپل وخت د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړي، په هېواد کې د هرې پېښېدونکې ستونزې مسوولیت به د دوی پر غاړه وي او خلکو ته یې باید په تړاو ځواب ووايي.
د ټاکنو پروسه یوه ملي پروسه ده او هيڅوک او ډله حق نه لري چې پر وړاندې یې ودرېږي او دا مهمه پروسه یرغمل کړي. نوماندان دې وپوهېږي چې خلک به نور اجازه ور نه کړي چې سرنوشت یې په لاس کې واخلي او د دوی د ارادې او رایو خلاف یې چې څنګه زړه وي، هغسې یې بدل کړي.
افغانانو د سر په بیه او په سختو شرایطو کې په دې پروسه کې ګډون کړی او غواړي چې نور یې د رایو پایله مالومه شي، خو که څوک یې د ارادې پر خلاف درېږي، بیا به هم د خپلو رایو دفاع کوي؛ نو ښه ده چې ټول ټاکنیز شریکان په ګډه د دې مهمې ـ ملي پروسې د بریا لپاره په ګډه کار وکړي او په خپلې همکاري سره یې په تړاو د خلکو اوږد انتظار پای ته ورسوي.
0 دیدگاه