جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه
۷ جدی ۱۳۹۸ 2065 0 نظر سرخط

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل څلوېښت کاله پوره شول. د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول.

دغو ځواکونو افغانستان ته له راتګ سره سم ولسمشر حفیظ‌الله امین مرموز ډول شهید او بیا یې نورمحمد تره‌کی واک ته ورساوه.

شوروي ځواکونو لس کاله په افغانستان کې خپلې جګړې، وژنو او بریدونو ته دوام ورکړ چې له کبله یې میلیونونه افغانانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، معلول او د هېواد پرېښودو ته یې اړ کړل.

که څه هم افغانان د سیمې او نړۍ د استخباراتو او هېوادونو په ملاتړ د پخواني شوروي پر ځواکونو پسې راپورته شول او بالاخره یې د ډېرې قرباني په ورکولو سره له هېواده وايستل، خو اوس چې پر افغانستان د دغو ځواکونو د یرغل څلوېښت کاله تېرېږي، افغانان لا هم په پردي اور کې سوځي او قرباني ورکوي.

له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو تر ايستلو وروسته یو شمېر مجاهدین د واک پر سر په خپلو کې سره اخته شول، لسګونه زره افغانانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، هېواد، په تېره کابل یې پر کنډواله بدل کړ، ملي او عامه بنسټونه یې ونړول او د شوروي ځواکونو له لوري بل شوی اور یې هماغسې تازه وساته.

تر مجاهدینو وروسته طالبان پر افغانانو واکمن شول او بیا وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو واکمني یې ختمه کړه او د حامد کرزي په مشري یې نوی لنډمهالی حکومت جوړ کړ. افغانانو په دغې موده کې هم کراره ورځ و نه لیده او په بېلابېلو نومونو یو د بل پر وړاندې راپورته شول، ویې وژل، کورونه یې ور وران کړل او ورسره یې هېواد او خلک هم قرباني کړل.

اوس چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې ولسواک نظام جوړ شوی، ملي پوځ جوړ او پیاوړی شوی، قانون شته، خلکو ته د عامه خدمتونو رسولو ادارې فعالې دي، افغانستان له نړۍ سره خپلې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې رغولي او هڅه کېږي افغانان هم د نړۍ له چټک او پرمختللي کاروان سره یو ځای شي، یو شمېر وسله‌والو ډلو په بېلابېلو نومونو د پردیو په لارښوونه او د هغوی د موخو او ګټو لپاره د افغانانو او نظام پر وړاندې وسله اخیستې او پر افغانانو یې اور بل کړی دی.

دغه ترهګرې ډلې نه په خپلو هېوادونو رحم کوي، نه عامه بنسټونه پرېږدي او نه هم غواړي چې افغانان او هېواد مو د نړیوالو یا لږ تر لږه د ګاونډیو هېوادونو سیال وګرځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» د تازه راپور له مخې، په هېواد کې د روانې جګړې له کبله یوازې له ۲۰۰۹ کال راهیسې له ۱۰۰ زرو ډېرو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. دغو شمېرو ته په کتو، ښايي د جګړې ښکېلو لوریو ته هم همدومره یا تر دې لږ او ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې وي چې د اندېښنې وړ ده.

سره له دې چې افغانان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په بېلابېلو نومونو یو د بل پر وړاندې جنګېدلي او لا نه‌ دي توانېدلي چې په هېواد کې بل شوی اور چې هره ورځ پکې افغانان سوځي مړ کړي، خو پوښتنه دا ده چې تر دې وروسته څنګه کولای شو په هېواد کې روان ناورین پای ته ورسوو او خپل هېوادوال ارام ژوند ته پرېږدو؟

تاریخ ثابته کړې چې افغانان د نورو په لارښوونه، د هغوی د موخو او ګټو لپاره تل په خپل وطن کې له خپلو هېوادوالو سره ماشه په ماشه شوي او همدا لامل دی چې له څلوېښت کلونو  وروسته مو هم خلک او وطن په پردي اور کې سوځي.

که افغانانو په تېر او اوس کې د نورو د موخو او ګټو لپاره نه وای رزمېدلي او له هغوی سره د یو ځای کېدو پر ځای یې خپل وطن او هېوادوالو ته لومړیتوب ورکړی وای، د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ارامي لپاره یې یو بل ته لاسونه ورکړي وای او د نورو ملتونو په څېر یې خپل هېواد، خپل خلک او خپلې ګټې سرې کرښې ګرځولې وای، اوس به موږ هم ارام ژوند درلود، اقتصاد به مو پیاوړی و، خلک به مو له بې‌وزلي سره لاس او ګرېوان نه وو، وطن به مو د نورو په لمن کې نه و پروت، هره ورځ به په یو او بل نوم ګور ته نه ټیټېدو او نه به هم د سیالانو له سیالۍ په نیمه لار کې پاتې وای.

واقعیت دا دی چې افغانان باید نور له تېرو تجربو درس واخلي او نور په خپلو کې سره جوړ شي، د پردیو موخو او ګټو پر ځای، خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي او هره ستونزه او اختلاف چې لرې په خپلو کې یې سره حل او په هېواد کې روان څلوېښت کلن ناورین ته چې له هر افغانه یې قرباني اخیستې، د پای ټکی کېږدي. همدا مو له مرګونو او ورانیو د وتلو یوازېنۍ لار ده.

خو که له تېرو تجربو عبرت وا نه خلو او بیا هم د هېوادوالو د مرګونو او د وطن د ویجاړي، خو د پردیو مزدوري ته دوام ورکړو، لرې نه ده چې څلوېښت کاله به نور هم همداسې په اور کې سوځو، همداسې به له پښو غورځېدلي وو، همداسې به پردیو ته اړ یو او همداسې به د نړۍ له کاروانه وروسته پاتې یو. خو نه، راځئ نور دا ناورین په ګډه ختم کړو، وطن جوړ کړو او لږ تر لږه افغانانو ته د ارام ژوند کولو حق ورکړو.

 

افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي

Jan 08, 2020 29

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ [...]

د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت

Dec 24, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو [...]

د ټاکنو لانجې ختمېږي

Dec 18, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوږده ځنډ، اعتراضونو او انتظار وروسته د یک‌شنبې په ورځ په هغو اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړ چې د ثبات او همپالنې ټیم له لوري یې [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک