بېپيلوټه الوتکه يو متر شوه
بېپيلوټه الوتکه يو متر شوه
یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بېپیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.
د دغه بېپیلوټه الوتکې نښه دومره پر ځای ده چې په ۶۵۶ فوټه واټن کې هم څوک نه ترې خطا کېږي. ویل کېږي چې ترکي پوځونو دغه الوتکه پېرلې او راتلونکی کال به یې په نظامي ماموریتونو کې وکاروي.
د سونګار په نوم دا بېپیلوټه د اسیسګارډ ترکي کمپنۍ جوړه کړې ده، که څه هم دغې کمپنۍ د الوتکې د چارج په اړه څه نه دي ویلي چې تر څومره وخته الوتنه کولای شي، خو لکه څنګه چې مالومه ده، یو ډرون اپرېټر یې په ۱۰ کیلومټري کې اپریټ کولای شي.
بل خاصيت يې دا دی چې کله بشپړ پر وسلو سمبال شي او الوتنه وکړي؛ نو وزن یې تر ډېره ۲۵ کیلوګرامه کېږي او ان تر ۲۸۰۰ متره پورته الوتنه کولای شي.
دغه راز دوې کېمرې پکې لګېدلي چې یوه یې د پیلوټ ده او په مرسته یې نه یوازې شاوخوا څارلی او لیدلای شي، بلکې د نږدې کېدو وړتیا یې دومره پیاوړې ده چې تصویر تر ډېره غټولای شي. دویمه کېمره یې د ټوپک پر میل لګېدلې چې د نښه کولو لپاره کارول کیږی.
چې ناسته وي اوږدوالی يې ۶۵، سور ۶۲ او لوړوالی ۷۵ سانټي مټره دی، خو د الوتنې پر مهال تر ۱۰۵ سانټي مټرو، یانې له یو مټره هم غټېږي.
0 دیدگاه