اوس سلامت کتاب په لس دقيقې کې سکن کېږي
۲۶ قوس ۱۳۹۸ 1762 0 نظر سرخط

اوس سلامت کتاب په لس دقيقې کې سکن کېږي

اوس سلامت کتاب په لس دقيقې کې سکن کېږي

 

د کتابونو، عکسونو، اسنادونو او تصویري البومونو چټک سکن او د هغو ډیجیټل کول لا هم هغه کار دی چې وخت نیسي، خو اوس ویل کېږي چې د «سیزر شاین الټرا» په نوم سکنر یوازې په څو دقیقو کې یو کتاب سکن کولای شي.

د دغه سکنر حجم هومره غټ نه دی، په بیګ کې هم ځایېږي او د سکن کولو لپاره د یو اېس بي له لارې د لپ ټاپ له بېټرۍ کارېدای شي، ځکه خو یې هر ځل چارج کولو ته هم اړتیا نه پېښېږي.

تر ټولو مهمه ځانګړنه یې دا ده چې  Auto Focus دی، يانې Curve Flatten ټکنالوژي پکې کارول شوې او ان د کتاب چمتو کولو پر مهال کاغذ هواروي چې په دویم کلک سره سلګونه مخه کتاب په څو دقیقو کې پر ډیجیټلي بڼه بدلوي.

په مطبعو او دفترونو کې چې اوس کوم سکنرونه کارول کېږي، هغه هم درانه او هم ګران دي چې زیاتره یې د پېرلو توان لا نه لري، خو دغه سکنر بله ښېګڼه دا ده چې بیه یې ټيټه ده او سره له دې چې نوی تولید شوی، بیا یې هم بیه ۱۱۰ امریکايي ډالره ده.

په ټوله کې د دغه سکنر انسټال شوی او سي آر ۱۸۰ ژبې لوستلای شي او په ډیجیټل فایلونو یې اړوي.

دغه سکنر پخپله د سکن کولو، د پاڼو شمېرلو، د کتاب ایښودو د ډول برابرولو وړتیاوې هم لري چې د ۲۰۲۰ کال په لوموړیو کې به بازار ته راووځي.

 

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک