د واټس‌اپ بڼه بدلېږي
۲۷ قوس ۱۳۹۸ 2289 0 نظر سرخط

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

د واټس‌اپ شبکې په وینا، د iOS او ځیرک موبایل پخوانی ورژن دا ظرفیت نه لري چې د وټس‌اپ نوي بدلونونه وزغمي.

دا شبکه وايي چې د iOS 9 او Android 3.0 ورژنونه د ۲۰۱۹ کال له فبروري د واټس‌اپ لپاره اړین وو، خو اوس د وټس‌اپ نوې بڼې داسې ځای ته رسېدلي چې د هغه چلولو لپاره باید iOS او Android هم ورسره نوي او اپډیټ شي. همدارنګه که تاسې سره تر ایفون 5 ټيټ ماډل وي؛ نو په هغه کې به هم وټس‌اپ کار و نه کړي.

دا هغه وخت چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې به د وینډوز فون/موبایل تر څنګ په ایچ‌پي‌اېليټ، ګوګل نيکسس‌ون، سمسونګ اېپپک انسټنټ او موټرولا ډرویډ ایکس کې د وټس‌اپ خدمتونه بند شي. د یادونې وړ ده چې وټس‌اپ د فېسبوک ملکیت دی او له همدې امله یې له ځان سره د ساتلو لپاره په هغه کې بدلونونه راولي.

 

 

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

اوس سلامت کتاب په لس دقيقې کې سکن کېږي

Dec 17, 2019 29

د کتابونو، عکسونو، اسنادونو او تصویري البومونو چټک سکن او د هغو ډیجیټل کول لا هم هغه کار دی چې وخت نیسي، خو اوس ویل کېږي چې د «سیزر شاین الټرا» په نوم سکنر یوازې په څو دقیقو کې [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک