د سياسي سيالي تکرار څېره؛  په ټاکنو کې درې واره مات عبدالله يې، لا هم نه مني
۲ جدی ۱۳۹۸ 747 0 نظر سرخط

د سياسي سيالي تکرار څېره؛ په ټاکنو کې درې واره مات عبدالله يې، لا هم نه مني

د سياسي سيالي تکرار څېره؛

په ټاکنو کې درې واره مات عبدالله يې، لا هم نه مني

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نږدې درې میاشتو وروسته پرون د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړه.

په دغو ټاکنو کې محمد اشرف غني ۵۰+۱ رایې خپلې کړي او د ټاکنو ګټونکی اعلان شو او ورپسې عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت‌الله نبیل، فرامرز تمنا او نورو نوماندانو په ترتیب سره رایې وړې دي.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې، په ولسمشري ټاکنو کې یو میلیون، اته لکه، ۲۴ زره او ۴۰۱ کسانو چې ۳۱ سلنه یې ښځینه دي، ګډون کړی وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حواعلم نورستاني وویل، د دغو رایو له ډلې محمداشرف غني د ۹ لکه، ۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په خپلولو سره چې ۵۰،۶۴ سلنه کېږي، د دغو ټاکنو ګټونکی دی او ورپسې عبدالله عبدالله د ۷ لکه، ۲۰ زره او ۹۹۰ رایو په خپلولو سره چې ۳۹،۵۲ سلنه کېږي، وړي دي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون د ځینو تخنیکي او سیاسي ستونزو او خنډونو له کبله و نه توانېد چې پر خپل وخت د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي، خو بیا یې هم دغه کار د ولسمشري یو شمېر نوماندانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي، د امریکا سفارت، سیاسي او مدني بنسټونو او افغانانو له تود هرکلی سره مخ شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي «یوناما» مشر تدامیچي یاماموتو د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان هرکلی کړی او له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونه یې غوښتي چې باید د وروستۍ پایلې په تړاو یې هره پرېکړه د قانوني او تخنیکي دلایلو پر بنسټ وکړي.

خو د ثبات او همپالنې او امنیت او عدالت ټیمونو د ولسمشري ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان په غبرګون کې ویلي چې د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه ورته د منلو نه ده، ځکه په وینا یې، د دوی غوښتنې یې په پام کې نه‌ دي نیولې.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، د درغلیو له مخې، هره پایله ورته د منلو نه‌ ده او دوی یې پر وړاندې لارو او سړکونو ته راووځي، خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې بیا پر نوماندانو او د ټاکنو پر اړوندو خواخوو غږ وکړ چې تر راتلونکیو درېوو ورځو پورې خپل ټول شکایتونه په مرکز او ولایتونو کې دغه کمېسیون ته وسپاري.

اوس چې ځینو نوماندانو، په تېره عبدالله عبدالله د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د منلو خبر ورکړی، یو شمېر سیاسي شنونکي او مدني فعالان وايي، هغه کسان چې په ځلونو یې په ټاکنو کې ماتې خوړلې او په خپلې شله‌توب یې په واک کې ځان شریک کړی، نور باید د ټاکنو ملي پروسه او ولس یرغمل نه کړي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله وردګ وايي، عبدالله اوس د ټاکنو په تاریخ کې پر یوې سولېدلې څېرې بدل شوی او په‌ کار ده چې تر دې زیات نه ځان او نه هم ملت وشرموي.

د هغې په وینا، دا درېیم ځل دی چې هغه په ټاکنو کې ماتې خوري او بیا هم پر خپل تکراري دریځ «نه یې منم» ولاړ دی چې په وینا یې، د عبدالله دا کار نور د خلکو پر ارادې، رایې او ولسواکي د ملنډو په مانا دی او باید ترې ډډه وکړي.

په همدې حال کې مدني فعال مطیع‌الله ستانکزی وايي، هېڅوک د ټاکنو ملي پروسې د یرغمل حق نه لري او ټول نوماندان باید نه یوازې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړې ومني، بلکې ورته درناوی هم وکړي.

هغه زیاتوي، افغانان په سختو شرایطو کې د رایې ورکولو لپاره ټاکنیزو مرکزونو ته لاړل، خو اوس چې نوماندان د هغوی ارادې او رایو ته درناوی نه کوي او په وینا یې، دا له ملت او وطن سره ستر خیانت دی.

دوی ټینګار کوي چې ټول نوماندان باید له قانوني لارو چارو مخکې لاړ شي او تر دې زیات د ټاکنو ملي او مهمه پروسه چې د خلکو او هېواد راتلونکی سرنوشت ورسره تړلی، نوره یرغمل نه کړي.

د یادونې وړ ده چې له اشرف غني او عبدالله عبدالله وروسته، ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۲ رایو، رحمت‌الله نبیل د ۳۳۹۲۱ رایو او فرامرز تمنا د ۱۸۰۶۶ رایو په خپلولو سره په درېیم، څلورم او پنځم مقام کې دي.

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک