دښمنانه درزونه؛  خپل‌منځي اختلاف مو له لبه له پښو غورځوي
۲۶ قوس ۱۳۹۸ 678 0 نظر سرخط

دښمنانه درزونه؛ خپل‌منځي اختلاف مو له لبه له پښو غورځوي

دښمنانه درزونه؛

خپل‌منځي اختلاف مو له لبه له پښو غورځوي

 

که خپل تېر تاریخ ته ور وګرځو، افغانانو تل د خپل‌منځي اختلافونو له کبله هم ځان وژلی او هم یې وطن له پښو غورځولی دی. دوی د قوم، سمت، ژبې او ان مذهب په نوم پر یو بل سوټی راخیستی او د ټوپک خوله یې پرې ور اړولې ده.

د هېواد دوښمنانو تل په همدغو نومونو افغانانو سره وېشلي، یو بل ته یې په کمین کې کېنولي، په خپلو کې یې سره اخته کړي، خپل هېوادوال یې پرې وژلي، ځپلي او دوی یې یوازې ننداره کړې ده.

دغه وضعیت اوس هم پوره نه‌ دی بدل شوی او لا هم د وطن دوښمنان، په تېره زموږ ځینې ګاونډیان هڅه کوي چې افغانان د تېر په څېر د قوم، سمت، ژبې او ان مذهب په نوم سره ووېشي، په خپل‌منځي اختلافونو او شخړو یې اخته کړي او دوی پکې ځان خپلو موخو او ګټو ته چې د افغانستان ورانول او د افغانانو له پښو غورځول دي، ورسوي.

که څه هم اوس تر ډېره پر پوهې او زده‌کړو د نوي نسل د سمبالېدو او له نړۍ سره د بلدتیا له کبله یاد اختلافونه څه‌ ناڅه کم شوي، خو بیا هم یو شمېر کسان او ډلې د پردیو د اجنډا له مخې، په یو او بل نوم دا اور مړ کېدو ته نه پرېږدي او وخت ناوخت د یو او بل قوم او سمت په اړه خوله خلاصوي او سپکې سپورې وايي.

د ولسي جرګې یوه غړي عارف رحماني څو ورځې وړاندې پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل، افغانانو د خپل حکومت په ۳۰۰ کلنه دوره کې له ځانمرګيو، چاودنو، ملا عمر او عبدالرحمان خان جوړونې پرته، کومه ځلانده کارنامه نه ده کړې، خو غزنویانو بیا په خپله ۲۲۰ کلنه دوره کې یو روښانه تمدن او فرهنګ پرېښی دی.

د رحماني دغو څرګندونو د خلکو توند غبرګونونه را وپارول او دا یې ټول هېواد، افغانانو او په تېره پښتنو ته سپکاوی وباله.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د هغه څرګندونې خپلې نه، بلکې د پردیو وبللې او دی یې هم د افغانستان د دوښمنانو جاسوس یاد کړ.

ولسي جرګې هم د دې جرګې د دوشنبې په عمومي غونډه کې د هغه څرګندونې وغندلې، دا یې هېواد او افغانانو ته سپکاوی وباله او ټینګار یې وکړ چې باید بښنه وغواړي.

د ولسي جرګې یوه غړي ضیاالدین اکازي وویل، رحماني یوه قوم ته سپکاوی کړی او د جرګې غړي به د ده څرګندونې جدي ونیسي.

د ده په وینا، افغانان، که هغه پښتانه، تاجیک، اوزبیک، هزاره، ترکمن یا نور قومونه دي، ټول سره ورونه دي او افغانستان یې هم ګډ کور دی؛ نو رحماني باید له خلکو بښنه وغواړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو بل غړی حمیدالله بیک بیا د هغه څرګندونې ټول هېواد ته سپکاوی بولي او ټینګار کوي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر ویاړونه لري او ترهګري یوه بهرنۍ ښکارنده ده چې پر افغانانو تپل شوې ده.

سره له دې چې پر ټولنیزو رسنیو د رحماني پر وړاندې راپورته شویو غبرګونونو هغه اړ کړ چې خپلې څرګندونې تصحیح او توجیه کړي، خو واقعیت دا دی چې د هغه په ګډون، ګڼ‌شمېر نورو وکیلانو، سیاستوالو او فعالانو له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړي او د پردیو په لارښوونه یې د افغانانو تر منځ د اختلافونو را منځ ته کولو هڅه کړې ده.

رحماني په یوه تازه ټویټ کې لیکلي، له تېرې لیکنې نه یې موخه پښتون قوم ته سپکاوی نه و، بلکې د تاریخ دوه بېلې دورې سره یې پرتله کړې دي.

له رحماني مخکې د تاریخپوه او لیکوال حلیم تنویر څرګندونو بیا د هزاره‌ګانو، په تېره بیا هغو سیاستوالو غبرګونونه راپارولي وو چې تر ډېره د قوم په نوم سیاست کوي او تل یې له همدې لارې خپلې ګټې څارلې دي.

حلیم تنویر په بهر کې د یوې غونډې پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې باید قومي اختلاط را منځ ته شي او په وینا یې، که دی واک ته ورسېد، یوه هزاره نجلۍ به یوه پښتون هلک ته واده کړي او برعکس.

خو د ټولنیزو چارو کارپوهان باور لري، که افغانان سره یو موټی شي او په هېواد کې له هر ډول قومي، سمتي، ژبنیو او ان مذهبي اختلافونو ډډه وکړي او اجازه ور نه کړي چې د وطن دوښمنان له دې لارې افغانان په خپلو کې سره ووېشي او تر منځ یې خپل‌منځي شخړې پیدا کړي، نه یوازې د هېوادوالو تر منځ به یووالی وساتل شي، بلکې هېواد به هم د پردیو له لاسوهنې وژغوري او مخ په بره به لاړ شي.

خو که داسې و نه کړي او د هغوی په لارښوونه د خپلو کوچنیو موخو او ګټو لپاره د افغانانو تر منځ درز واچوي، دا کار د وطن راتلونکې ته ډېر ګواښوونکی دی او ښايي یو ځل بیا د تېرو تجربو د تکرار لامل شي.

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک