د مينې حدودو ته مو پام کوئ
۲۴ قوس ۱۳۹۸ 1904 0 نظر سرخط

د مينې حدودو ته مو پام کوئ

د مينې حدودو ته مو پام کوئ

ډېر داسې حسونه شته چې له مينې سره ورته دي، خو که دقیقه پاملرنه وشي لويه تېروتنه ده، واقعي مينه «عشق» په لومړي ځل ژر نه باور پرې پيدا کېږي او نه اغېز لري، لاندې درې هغو نکتو اشاره کوو چې ځينې کسان پکې تېروځي؛

شهوت

په مينه کې لومړی خڼد او تېروتنه په همدې لنډمهاله حس پورې تړلی چې باور او دايمي اړيکې نه‌شې پرې ساتل کېدای، هغه کسان چې په مينه کې دا حس مقابل لوري ته وړاندې کوي، د هغه په پېژندلو او درک کولو کې پاتي راځي، يانې جذبه يې تر هر څه را مخکي شوې وي، په خبرو او نورو لومړيو ضروري نکتو خبرې نه‌شې کولای.

په انسان کې د شهواني حس فعالېدل او فعاليت واقعي فطري ځانګړنه ده، خو تېروتنه يې دا ده چې له خيال او هوس سره تړلی؛ نو که پر يو چا ميين ياست، هغه ښه پوره وپېژنئ. د ځينو کسانو مينه او اړيکې چې ناکامېږي، دوی مينه له شهوت سره تړلې ګڼي، هغه کسان چې همدې غريزې هيجاني کړي، څنګه د خيالي شهوانيت مخه ونيسي او خيال‌پلو بدل کړي.

دا رنګ کسان چې له شديدي فزيکي شورنده جذبې سره مخ وي، په هيڅ وجه ځان نه‌شې ارامولای، پرله‌پسې په جنسي خيالونو کې ډوب وي، له ځمکي او اسمانه ګډوډي خبرې کوي. شهوت د خوښي هيجاني خوځنده احساس دی، که چېرته په همدې مساله کې بې‌تجربې ياست او تېروتنه وکړئ، دې خبرو ته پوره پام کوئ، څو خپل ځان او مقابل ښه درک کړئ.

 له مينې سره جسمي اړيکې خورا زیاتې تړلې دي، مګر عشق يوازې په جسمي نه، بلکې په روانې اړخ پورې هم تړلی دی، خو که يوه مينه يوازې په لاس اچولو او ښکلولو ولاړه وي، په پای کې شهوت ورسره تړلی دی، البته واقعي مينه داسې نه وي.

وسواسي اړيکه

 تر ‌ډېره بريده وسواسي اړيکه په عشق کې يې يوه بې‌بنسټه تېروتنه وي، ځکه له هغه چا سره چې مينه لري، بې‌ځایه خبرو ته د مينې نوم ورکوي، خو د ده/ د دې ګومان دا وي چې زما خبرې ښه اغېز پر کوي، مګر داسې نه ده. هيڅکله دا تصور نه دی په کار چې د مقابل لوري معشوق/معشوقې ۲۴ساعته د يو يا بل لپاره ذهن مشغول وي، په ياد يې وي.

همدارنګه شهواني حس تر ټولو ژر مينه او اړيکې شلوي، خو ورو ورو دغه حس د عمر په تېرېدو او له نورو کسانو سره په چال چلند کې خپل ځای باوري نورو معيارونو ته ورکوي.

وسواسي علاقه خپل بنيادونه لري، خو که غواړئ واقعي مينه ترې جوړه شي، هغه نکتې په نظر کې ونیسئ چې دايمي باوري اړيکې ترې جوړېدلای شي، خو که مقابل لوري بیا هم سړې اړيکې درسره لرلې، فکر مه کوئ، په دې وخت کې پوره حوصله او صبر کوئ.

بدلېدونکې اړيکه

اوښتونکې اړيکه هغه ده چې پر يوه اساس ودرېږي، خو له څه مودې وروسته په مينه بدله شي، دا هم له احساساتو سره تړلې، ځکه دواړه لوري غواړي مينه تجربه کړي يانې عاشق/ميينه شي. دغه اړيکه که نوره هم اوږده شي پخوانۍ له منځه ځي، يا کېدای شي، سړه او يوه بې‌مانا خپه‌کوونکې اړيکه ترې جوړه شي.

تر واده مخکې پنځه پوښتنې

Dec 29, 2019 29

ولې طلاقونه ډېرېږي؟ ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بې‌باوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 11, 2019 29

څلورمه برخه ډاکټر محب زغم ۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 09, 2019 29

دويمه برخه ډاکټر محب زغم هغه لویان چې له ماشومانو جنسي استفاده کوي مختلف تکتیکونه کاروي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک