د ماشومانو جنسي ځورونه
۱۸ قوس ۱۳۹۸ 1894 0 نظر سرخط

د ماشومانو جنسي ځورونه

د ماشومانو جنسي ځورونه

دويمه برخه

ډاکټر محب زغم

هغه لویان چې له ماشومانو جنسي استفاده کوي مختلف تکتیکونه کاروي. دوی که د ماشومانو قریبان وي، معمولاً لومړی هڅه کوي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنۍ مزي وتړي. دوی ځان مهربانه او ښه سړی معرفي کوي، په کارونو کې ورسره مرسته کوي، ماشومانو ته ډالۍ اخلي، وايي زه به په درسونو کې ورسره مرسته وکړم او کله کله ماشومان چکر ته بیايي او په دې رقم د هغوی په ژوند کې ځان ته ځای ګوري. وروسته بیا په مختلفو پلمو د ماشومانو بدن لمس کوي، مثلاً وايي «ته ودرېږه چې ودې تخنوم.» په دې کار سره د ماشوم حساسیت کموي او بالاخره جنسي تماس ته لاره هواروي. دوی ماشومانو ته وايي چې دا به زما او ستا تر منځ راز وي. دا راز به چا ته نه وایې.

 ځینې نور بیا له خپل مقام او اټوریټې کار اخلي او ماشومان مجبوروي چې د دوی غوښتنې ته غاړه کېږدي. دا کار معمولاً ملایان، مدرسان، معلمان او د مکتبونو مدیران کولای شي. دوی معمولاً ماشومان ډاروي او ګواښي یې چې که دا خبره دې پټه وساتي. د ماشومانو همزولي یا تر دوی مشر هلکان بیا معمولاً د لوبې په وخت کې او د لوبې په نامه دا کار کوي. دوی ممکن سکسي خبرې وکړي، د ماشومانو مخصوصو غړيو ته لاس وروړي او دا چې د جنسي غړيو لمس کول، ممکن ماشوم ته خوند ورکړي؛ نو همداسې کار مخ ته درومي. دوی بیا ماشومانو ته وايي؛ «ګوره! که دا خبره بل چا ته وکړې؛ نو زه به ورته ووایم چې ده په خپله وویل چې راشه داسې وکړو.» نو همدا وي چې رازونه پټ پاتې کېږي.

 

د هر بل نااخلاقي کار په شان، د ماشومانو جنسي ځورونه هم په خفا او خلوت کې کېږي. هغه مهال چې بل څوک نه وي، په کور، د جومات په حجره، د مکتب په اداره یا صنف، یا د دوکان په پسخانه کې ماشومان ځورول کېږي.

مېرمن نتاشا دانیل چې په امریکا کې د ماشومانو ارواپوه او درملګره ده، وایي؛ «زه هره اونۍ د جنسي ځورونې قرباني شوي ماشومان ګورم. اکثره یې تر پنځو کلونو کم‌عمره وي. تقریباً دغه ټول ماشومان هغه کس پېژني چې له دوی یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده او اغلباً دا کس بل ماشوم وي. د دوی مېندې پلرونه راته وايي چې دوی فکر نه کاوه چې له اولاد سره به یې داسې کېږي.

دوی وايي موږ خپل ماشومان هيڅکله له پردیو سره نه دي پرې ايښي، هر وخت مو هغوی تر خپلو سترګو لاندې ساتلي دي، خو زه ورته وایم چې ستاسې ماشومان لوبو ته نه ځي؟ دوی وړکتون ته نه ځي؟ د خپل کاله شاوخوا ته ملګري او خپلوان نه لرئ؟ ماشومان مو د ګاونډیو په کور کې لوبې نه کوي؟ نو خبره دا ده چې تاسې نه‌شئ کولای خپل ماشومان له جنسي ناوړه استفادې یو مخ وساتئ. هغه ماشومان چې ما کتلي دي، د لوبو په ځایونو، صنف، د مکتب بس، خپل انګړ او هغه مهال چې چېرته یې شپه کړې ده، له ناوړه جنسي استفادې سره مخ شوي دي.»

نور بیا...

تر واده مخکې پنځه پوښتنې

Dec 29, 2019 29

ولې طلاقونه ډېرېږي؟ ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بې‌باوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې [...]

د مينې حدودو ته مو پام کوئ

Dec 15, 2019 29

ډېر داسې حسونه شته چې له مينې سره ورته دي، خو که دقیقه پاملرنه وشي لويه تېروتنه ده، واقعي مينه «عشق» په لومړي ځل ژر نه باور پرې پيدا کېږي او نه اغېز لري، لاندې درې هغو نکتو [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 11, 2019 29

څلورمه برخه ډاکټر محب زغم ۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک