تر واده مخکې پنځه پوښتنې
تر واده مخکې پنځه پوښتنې
ولې طلاقونه ډېرېږي؟
ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بېباوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې ښځه او خاوند سره بېلوي. دا فکر مو کړی چې د دې ټولو ستونزو یوازېنۍ ریښه ناسم انتخاب وي؟ د طلاق مخه به څنګه نيسو؟ ډېر وخت که تر واده وړاندې له ځانه دا ۵ پوښتنې وکړئ؛ نو له دغې بلا به خوندي ياست.
۱.واده د اړتيا او که د مينې په خاطر کوئ؟
ایا مقابل کس په دې دلیل غواړئ چي هغه مو ضرورت دی او که په دې دلیل چي د هغه په موجوديت کي به مو ژوند له ګل ګلزار شي؛ نو مينه يې لومړی شرط دی.
۲.ایا کورنۍ او ملګري مو واده کولو ته مجبوروي؟
ایا ستاسې د واده دلیل دا دی چي له مقابل کس سره مینه لرئ او که کورنۍ او خپلوان مو وچ په زور واده ته مجبوروي؛ نو که تاسې واده هم وکړئ، يو وخت به مو سره جلا او يا په يوه ناسمه اړيکه کې ښکېل کړي. د واده لومړی شرط د دوو کسانو/نجلۍ او هلک خپله خوښه او بیا دې د دوی کورنۍ د واده مرستندويان شي.
۳. تر واده وروسته له بل کس سره مينه لرئ؟
ایا ستاسې د واده دلیل دا دی چې فکر کوئ مقابل کس نجلۍ/هلک دومره مهم دی چې ګډ ژوند ورسره وکړئ؟ هغه کسان چي داسې فکر کوي، تېر ايستل کېږي، ځکه تر واده وړاندې غوره انتخاب مو لومړی شرط دی چې بیا په بل چا پسې ارمان و نه کړئ.
۴.ایا تر اوسه هم له بل کس سره مینه لرئ؟
که داسې وي او د ځینو مشکلاتو له امله نهشئ کولای واده ورسره وکړئ، په دې وخت کې هم له بل سره د واده کولو چورتونه غټه خطا ده، ځکه تاسې پخوا دغه کلک تعهد کړی؛ نو په لوی لاس خپل اوسنی ژوند په چورتونو مه خرابوئ.
۵. ارزښتونه او باورونه مو سره نږدې دي؟
واده يو خيالي کار نه دی چې ژر يو څوک، د هغه/هغې جسمي بڼه، څېره او ښکلا مو خوښه ده. که څه هم دا په انتخاب کې غوره نښې دي، خو په دې هم سره پوه شي چې مقابل لوری مېرمن/خاوند د ارزښتونو او فکر يووالی سره لري.
ايا نظریات مو د ټولنې او ګډ ژوند په اړه سره نږدې دي. په کلتوري اړخ کې سره نږدې یاست؛ نو که په دغو شيانو کې سره نږدې واست، ګډ ژوند به مو خورا له خوښيو ډک وي.
0 دیدگاه