د بوش د کمپنۍ نوښت
د بوش د کمپنۍ نوښت
دا ځل د عینکو لپاره یوه بېله ټکنالوژي را منځ ته شوې چې په مرسته یې عادي عینکې په ځیرکو هغو بدلېږي.
د دغې ټکنالوژي پر مټ کارونکی کولای شي چې خپل ځیرک موبایل یا ساعت ته له ليدو پرته نوټیفېکشنونه وویني او په سترګو له اپليکېشنونو کار واخلي.
د ډيلي ميل د راپور له مخې، د بوش ټکنالوژي کمپنۍ دغه سیسټم ته د Bosch Smart glasses Light Drive نوم ورکړی او کېدای شي چې د هر رنګ عینکو پر قاب نصب شي. بوش کمپنۍ وايي چې دغه سیسټم لاس ته اړتیا نه لري او اپلیکېشنونه د سترګو په وسېله کارول کېدای شي.
بوش تر اوسه د دغه سیستم بیه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې به نندارې ته وړاندې شي.
دا لومړی سیسټم دی چې عادي عینکې پر ځيرکو بدلوي، دغه سیسټم د لمر وړانګو په مرسته د عینکو په لنزونو کې د تعبیه شوي هولوګرافیک عنصر سکن کوي او وروسته یې بیا د سترګو عنبیه «کسي» ته ځي چې په پایله کې یې د کارونکي د سترګو پر وړاندې د هولوګرافیک یو ليسټ راښکاره کېږي.
0 دیدگاه