کاواکه امارت؛ خلک اوربند غواړي، خو طالبان په يوه او بله کېږي
کاواکه امارت؛
خلک اوربند غواړي، خو طالبان په يوه او بله کېږي
په هېواد کې روانه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي، بچیان، د کورنۍ نور غړي، خپلوان او هېوادوال یې پهکې ګور ته ټیټېږي، مالي زیانونه یې ورته اوړي او په ټوله کې یې په تیاره کې ساتلي دي.
دغه جګړه چې اوس یې له یوې نیمې لسیزې ډېره موده کېږي، د سولې په برخه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د چټکو او پرلهپسې اقداماتو سره سره لا هم روانه ده او هېڅوک نه پوهېږي چې تر کله به له خلکو او هېواده قرباني اخلي؟
خلک چې له جګړې ستړي شوي، د امن په لټه کې دي او د ارام ژوند هیلې لري، په ځلونو په بېلابېلو ولایتونو کې لارو او سړکونو ته راوتلي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې د وینې تویولو د مخنیوي لپاره اوربند او سوله وکړي.
د هلمند د سولې کاروان له هڅو نیولې بیا د هېواد په نږدې هر ولایت او بهر کې د افغانانو له لوري تر لاریونونو، ټولو په یوه غږ جګړې ته نه ویلي او له ښکېلو لوریو، په تېره طالبانو یې غوښتي چې نور په هېواد کې پیل کړې جګړه چې زیان یې افغانانو او ګټې یې پردیو ته رسېږي، پای ته ورسوي او په خپلو کې اوربند او سولې ته غاړه کېږدي.
تازه د جوزجان زرګونو اوسېدونکیو هم د اعتراض په توګه په دغه ولایت، په تېره درزاب ولسوالي کې د جګړې او وینې تویېدو د مخنیوي او اوربند غوښتنه وکړه.
معترضان وايي، په خپلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له نښتو له کبله یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي، ژوند یې پرې تریخ کړی او د ارام ژوند لرلو لپاره د اعتراض غوندي په دغه ولایت کې د طالبانو مسوولانو ته له تېشو، تبرونو او ډبرو سره ورغلي، څو یې غوښتنه ومني.
د دوی په وینا، پیل کړی خوځښت یې بشپړ ولسي دی او تر هغې به دوام ورکړي چې د جګړې ښکېلو لوریو په جوزجان، په تېره درزاب ولسوالي کې اوربند نه وي کړی.
د صدیق په نوم یو معترض وايي، په درزاب ولسوالي کې روانو جګړو نه یوازې د ګڼ شمېر کسانو ژوند اخیستی، بلکې عامه بنسټونه یې نړولي، د ولسوالي بازار او د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د هغه په وینا، وسلهوال طالبان باید نور د خپلو هېوادوالو له وینې تویولو لاس واخلي او څومره ژر چې کېدای شي د سولې خبرو اترو له لارې اوربند ته حاضر او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو مېز ته حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتګ پر مهال، افغان او امریکايي ولسمشرانو په یوه خوله پر اوربند ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، که رښتیا هم د جګړې پای او سولې ته ژمن وي، باید اوربند ته غاړه کېږدي.
بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ليندۍ په ۱۶مه له طالبانو سره په قطر کې یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړې.
د امریکايي چارواکیو په وینا، د دغو خبرو اجندا د تاوتریخوالي کموالی، اوربند او بینالافغاني مذاکراتو ته د طالبانو حاضرېدل و، خو داسې ښکاري چې له شپږ ورځو پرلهپسې خبرو وروسته امریکايي لوری نه دی توانېدلی چې طالبانو ته په دې اړه قناعت ورکړي او اوس دغه خبرې اترې د لنډې مودې لپاره درېدلې دي.
د دغو خبرو اترو له درېدو وروسته زلمی خلیلزاد پاکستان ته لاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکیو سره پر افغان سولې بحث کړی دی.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پاکستاني چارواکیو، په تېره د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي او د پوڅ مشر قمر جاوېد باجوه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د خپلې همکاري ډاډ ورکړی دی.
سیاسي شنونکی امید بېنوا وايي، طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو واک نه لري او همدا لامل دی چې زلمی خلیلزاد له شپږ ورځنیو بېپایلو مذاکراتو وروسته پاکستان ته لاړ.
د هغه په وینا، تر هغې چې اسلاماباد د دغو مسایلو په اړه هوکړه و نه کړي او په عمل کې یې ثابته نه کړي، په هېواد کې د تاوتریخوالي، اوربند او بینالافغاني خبرو اترو پیلېدو غوښتنه بېځایه ده، ځکه په وینا یې، طالبان د پاکستان له اجازې او لارښوونې پرته د سولې او جګړې په اړه یو ګام هم نهشې اېښودلی.
دا لومړی ځل نه دی چې جوزجانیان له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د حکومت، امریکا او نورو نړیوالو، د سیمې او عربي نړۍ هېوادونو په ګډون، افغانانو له طالبانو غوښتي چې اوربند او د سولې مخامخ خبرو اترو ته حاضر شي، خو دې ډلې لا هم دا کار نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تازه طرحه کې له طالبانو غوښتي چې د سولې مخامخ خبرو اترو له پیلېدو مخکې اوربند ومني او بیا له افغانانو سره مذاکرات وکړي.
یوازې په جوزجان کې نه، بلکې د هېواد په ډېرو برخو کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ په نښتو کې ولسي وګړیو ته مرګژوبله اوړي او د جګړې دوام پرې ژوند تریخ کړی دی.
0 دیدگاه