فېسبوک دې ړنګ شي
فېسبوک دې ړنګ شي
د وټساپ مسینجر بنسټګر وايي فېسبوک بايد د ټولو پر مخ وتړل شي. د وټساپ مشر براین اکټان د فېسبوک په اړه خپل پخوانی لیدلوری تکراروي او وايي چې دغه ټولنيزه شبکه دې ړنګه شي. هغه په یوه مرکه کې وايي چې فېسبوک له اندازې زیات اعلانونه خپروي او دغه کار یې کاروونکي له ستونزې سره مخ کړي.
په عين حال کې فېسبوک د وټساپ مور بلل کېږي، خو د کاروونکيو د خصوصي حریم په ساتنه کې د دغې ټولنیزې شبکې تېروتنې او کمزورې کړنې تل د وټساپ د مدیرانو له نیوکو سره مخ شوي دي، دوی ادعا لري چېفېسبوک د کاروونکيو مالومات د دغې کمپنۍ پراخوونکيو ته ورکوي.
د وټساپ جوړونکی براین اکټان له هغو لومړنیو کسانو دی چې وايي فېسبوک ړنګ کړئ «DeleteFacebook#» غورځنګ سره یو ځای شوی او د دغې شبکې د بېخي پاکولو غوښتنه یې کړې ده. براین اکټان سره له دې چې فېسبوک سره نږدې اړیکې لري، بیا هم هڅه کوي چې د دغې شبکې ناقانونه کړنې رسوا کړي. دا په داسې حال کې ده چې فېسبوک د امریکا د ۲۰۱۶ مېلادي کال ټولټاکنو کې د ټرمپ په ملاتړ تورن دی.
د يادولو وړ ده چې براین اکټان په ۲۰۱۷ کال کې له وټساپه لرې شو او ویل کېږي چې له مارک زوکربرګ سره یې د خبرې اوښتو له وجې فېسبوک پرېيښی دی.
0 دیدگاه