د سولې تبليغات؛ امريکا او طالبان يو د بل پر ورخونو اوبه ور سموي
۲۳ قوس ۱۳۹۸ 681 0 نظر سرخط

د سولې تبليغات؛ امريکا او طالبان يو د بل پر ورخونو اوبه ور سموي

د سولې تبليغات؛

امريکا او طالبان يو د بل پر ورخونو اوبه ور سموي

 

امریکا د ليندۍ میاشتې په شپاړلسمه یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې درېدلي مذاکرات د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل او له شپږو ورځو مخامخ خبرو اترو وروسته وړمه ورځ پای ته ورسېدل.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سهار پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي و چې له طالبانو سره په بحث کې یې پر بګرام هوايي اډې د دې ډلې برید نه یوازې غندلی، بلکې په اړه یې خواشیني هم ښوولې ده.

هغه ټینګار کړی چې له طالبانو یې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او دا ثابته کړي چې د سولې په تړاو د افغانانو پوښتنې ځوابولای شي. خلیلزاد د دې تر څنګ ویلي چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې اترې هم د لنډ وخت لپاره درولې دي.

خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له امریکا سره د سولې مذاکرات د دوی په غوښتنه درول شوي دي چې په وینا یې، دا ډله له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي او لارښوونه یې واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي او طالب استازي د سولې خبرو اترو د پیل او درېدو پر څرنګوالي د نظر اختلاف لري، بلکې تر دې وړاندې یې هم د خبرو اترو په تړاو بېلابېل موضوعات مطرح کړي دي.

امریکايي چارواکیو د دغه پړاو په پیل کې ویلي وو چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې اترې بیا له سره پیل کړي، خو طالب استازیو بیا ټینګار کاوه چې دغه خبرې له هغه ځایه پیل شوې چې مخکې پای ته رسېدلې وې.

پوښتنه دا ده چې د امریکا او طالبانو استازي ولې د دغو مذاکراتو د څرنګوالي په اړه په یوه خوله نه دي او تل یې ضد او نقیصې څرګندونې کړې دي؟

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، دواړه لوري هڅه کوي چې له دغو مذاکراتو نه د ځان په ګټه کار واخلي او هغه څه له خلکو سره شریکوي چې د دوی رول او دریځ پکې ثابت پاتې کېږي.

د ده په وینا، د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په تړاو د دواړو لوریو د نظر اختلاف ښيي چې لا هم دغه مذاکرات د یوې پیاوړې ارادې او دریځ پر بنسټ مخې ته نه ‌دې روان، بلکې د خپلو موخو او ګټو لپاره یې د یوې وسیلې غوندي کاروي.

تړون زیاتوي، امریکا او طالبان باید د سولې له وروستي فرصته چې له درې میاشتني ځنډ وروسته بیا برابر شو، لازمه ګټه واخلي او خپل مذاکرات د تېر په څېر بیا ناکام پای ته و نه رسوي.

په همدې حال کې مدني فعال حامد نوري پر امریکا او طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره دا اوږده پروسه را لنډه او په اړه یې د افغانانو انتظار پای ته ورسوي.

هغه له دواړو اړخونو غواړي چې د یو بل پر وړاندې له تبلیغاتو تېر شي او هڅه وکړي چې دا مهمه پروسه چې د افغانانو او هېواد سرنوشت او هیلې ورسره تړلي، بریالۍ کړي.

د ده په وینا، امریکا او طالبان باید په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې راتلو لپاره ژر تر ژره خپلې خبرې یوې پایلې ته ورسوي او د بین ‌الافغاني مذاکراتو لپاره لار هواره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا درې میاشتې وړاندې د یوه ټویټ له لارې د دغه هېواد او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات له نهو پړاوونو وروسته لغوه کړل. اوس به ولیدل شي چې د دواړو لوریو تر منځ تازه پیل شوې خبرې کومې پایلې ته رسېږي او که د تېرو هغو په څېر به بیا ناکامې ختمې شي.

 

 

 

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک