کمېسیون دې د نوماندانو له یرغمله خلاص شي
کمېسیون دې د نوماندانو له یرغمله خلاص شي
د ټاکنو کمېسیون مسوولان له تېرو څو ورځو راهیسې غواړي د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي، خو د ولسمشري ټاکنو د ځینو معترضو نوماندانو د مخالفت، په هېواد کې د احتمالي کړکېچ له غږه د وېرې او د ځینو نورو فشارونو له کبله تر اوسه کمېسیون نه دی توانېدلی چې دا کار وکړي.
د مالوماتو له مخې، کمېسیون د ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلان ته پوره چمتووالی نیولی او غواړي چې ژر تر ژره د افغانانو اوږد انتظار نور پای ته ورسوي، خو داسې ښکاري چې نه یوازې کمېسیون، بلکې د ټاکنو ټوله پروسه یرغمل شوې او همدا لامل دی چې د ټاکنو کمېسیون تر اوسه په اوو ولایتونو کې نه د رایو بیا شمېرنې پروسه پیل او بشپړه کړه او نه یې هم د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړه.
اوس چې د ټاکنو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ کړی او باید د دغه بهیر له بشپړېدو سره سم یې د ټاکنو لومړنۍ پایله هم اعلان کړې وای، خو د ثبات او همپالنې ټیم په تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د دغه کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او اجازه نه ورکوي چې یاد بهیر بشپړ شي.
یاد ټیم له کمېسیونه غواړي چې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړي، خو د ټاکنو کمېسیون بیا خپل دلایل لري او وايي چې د نوماندانو په فرمایش د یاد شمېر افغانانو رایې نهشي باطلولی او دغه ټیم دې پرېږدي چې کمېسیون په ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه او بیا د ټاکنو قانون او طرزالعملونو له مخې، د رایو د ابطال یا نه ابطال په اړه پرېکړه وکړي.
سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون تراوسه له معترضو نوماندانو سره لسګونه غونډې جوړې کړي او څه موده مخکې یې یوه عمومي غونډه چې د ټاکنو پروسې ټول کورني او بهرني شریکان یې ورغوښتي وو، جوړه کړه، خو بېپایلې پای ته ورسېده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره پرون یوه بله ناسته جوړه کړې وه چې د ټاکنو پروسې ټولو شریکانو پهکې خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړل.
د قوانینو، طرزالعملونو او لایحو په موجودیت کې د جرګو کول یا د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې د نوماندانو فرمایشونه منل د تعجب وړ عمل دی چې ټاکنیز کمېسیونونه یې کوي.
یاد کمېسیونونه باید د نوماندانو فرمایشونو ته د غوږ نیولو پر ځای، خپلې چارې بشپړې او د ټاکنو پایلې اعلان کړي؛ ځکه د کمېسیونونو مسوولیت د جرګو جوړول، د ټولو نوماندانو قناعت ترلاسه کول او د هغوی په لارښوونه مخکې تلل نه، بلکې د قانون تطبیق او د افغانانو د رایو له مخې، د ټاکنو پروسې بشپړول او د پایلو اعلان دی.
واقعیت دا دی چې د ټاکنو کمېسیون اوس یرغمل شوی او د سیاسي فشارونو او د نوماندانو د پښو له دربلو د وېرې له کبله نهشي کولای خپله کړې پرېکړه چې د لومړنۍ پایلې اعلان دی، نهشي ډاګیزه کولای.
تېرو تجربو ته په پام، ځینې نوماندان، په تېره عبدالله عبدالله به تر هغې د ټاکنو پایلې ونه مني چې د ټاکنو پروسه د ځان په ګټه را ونه څرخوي.
خو د ټاکنو کمېسیون مسوول دی چې د خلکو پر رایو ملنډې ونه وهي او د نوماندانو ډول ته څڼې ونه غورځوي. کمېسیون اړ دی چې د قانون، طرزالعملونو، لایحو او پرېکړو له مخې، د ولسمشري ټاکنو د پایلو سرنوشت مالوم کړي او دا ملي پروسه د څو نوماندانو په فرمایشونو پر مخ یو نه شي.
دا سمه ده چې کمېسیون باید د ټولو نوماندانو، سیاسي بهیرونو، مدني ټولنو، نړیوالې ټولنې او ان خلکو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووايي، خو دا په دې مانا نه ده چې ټوله پروسه دې د هغوی لمنې ته وغورځوي او په فرمایش یې خپلې چارې وځنډوي یا هم ودروي.
روښانه ده چې ځینې نوماندان د خپلو موخو او ګټو لپاره د ټاکنو ملي پروسه او ان هېواد له ګواښ او کړکېچ سره مخامخ کوي او تر هغې یې چې خپله بریا نه وي تضمین شوې، د قانون او طرزالعملونو ترڅنګ به د کمېسیون له هېڅ پرېکړې او فعالیت سره سلا و نه کړي. اوس پهکار ده چې کمېشنران باید کمېسیون، خپلې چارې او د ټاکنو ملي پروسه د ځینو نوماندانو له یرغمله خلاصه کړي او څومره ژر چې کېدای شي، د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون باید د قانون، خپلو طرزالعملونو او مهالوېش له مخې وړاندې لاړ شي او نور د ولسمشري ټاکنو د پایلو په اړه د افغانانو اوږد انتظار پای ته ورسوي؛ ځکه څومره چې دا پروسه اوږدېږي، له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي، هماغومره یې پر پایلو منفي اغېز کوي.
که کمېسیون د ټاکنو له ملي پروسې، د نوماندانو له اندېښنو او غوښتنو، د خلکو له رایو او بالاخره د ولسمشري ټاکنو د پایلو له اعلان سره قانوني او اصولي چلند ونه کړي او پر بنسټ یې وړاندې لاړ نهشي، لرې نه ده چې د سږ کال ټاکنې به هم د تېرو هغو په څېر لانجمنې شي او هغه مهال به یې بیا له کبله د هرې پېښېدونکې مسلې مسوولیت د همدوی پر غاړه وي.
0 دیدگاه