د ونپلس مينهوال دې خبر وي
د ونپلس مينهوال دې خبر وي
ونپلس پخوا ګرانه موبایلونه تولیدول، خو دا دی له کلونو وروسته غواړي مينهوالو ته ونپلس ۸ لایټ موبايلونه جوړ کړي.
ویل کیږي چې دغه شرکت د وروستي ځل لپاره د ونپلسایکس په نوم ارزان بیه موبایل تولید کړی و، اوس يې د ونپلس ۸ لایټ په نوم د تر ټولو ارزانه جوړ کړی او عکسونه يې هم خپاره کړي دي.
دا موبایل ظاهراً له ونپلس ۸ او ونپلس ۸ پرو سره ورته دی، خو هارډویر يې د نورو په په پرتله ډېر کمزوری دی.
ون پلس لایټ یوازې دوې شاتنۍ کېمرې لري، خو ګرانهبیه هغه یې بیا د درې شاتنۍ کېمرو درلودونکی دی. همدا راز د دغه موبایل سکرین ۶.۴ یا ۶.۵ انچه دی.
ونپلس تر اوسه د دغه موبایل دقیقه بیه نه ده ښوولې، خو ګومان کېږي چې تر ۲۰۰ ډالرو به یې بیه لوړه نه وي.
0 دیدگاه