فساد د هېواد ملا ماته کړې
فساد د هېواد ملا ماته کړې
پرون د ډيسمبر ۹ مه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ وه. که څه هم په ټوله نړۍ کې بېلابېل فسادونه شته، خو په افغانستان کې اداري او مالي فساد د هېواد، نظام، ادارو او خلکو ملا ور ماته کړې.
په افغانستان کې د لنډمهالي او ورپسې د ولسواک نظام له جوړېدو سره سم فساد هم د هېواد په ادارو، راکړو ورکړو او ټولنه کې خپور شوی او اوس بېخي عام ګرځېدلی دی.
سره له دې چې له تېرو اتلس کلونو راهیسې افغانستان ته بېشمېره نړیوالې مرستې او پیسې راغلې، خو په دولتي ادارو کې د فساد له کبله د وطن او هېوادوالو له اړتیا سره سمې و نه لګېدې او یوازې څو محدودو کورنیو او کسانو پرې خپلې پانګې زیاتې کړې.
د حامد کرزي په دوولس کلنه دوره کې فساد، په تېره اداري او مالي هغه دومره عام شو چې په دولتي ادارو کې به د خلکو د کار په بدل کې بېخي اسانه پیسې اخیستل کېدې، ټول دولتي قراردادونه او پروژې له کوم معیار پرته پر هغو کسانو وېشل کېدې چې یا یې اړیکې لرلې او یا یې هم پرې پیسې ورکولای شوای. هره پروژه به له تطبیق مخکې د څو کسانو تر منځ لاس په لاس کېده او کله به چې وروستي هغه پلي کوله، نیم څه چې یوه برخه قيمت به یې نه و پاتې او همدا لامل و چې ټولې عامه پروژې په ډېر ټیټ کیفیت پلې کېدې.
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې سره له دې چې لا هم دولتي ادارې په فساد کې ډوبې دي، خو تر یوې کچې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې قوانین او بنسټونه جوړ شول او ځینې اقدامات هم شوي چې مثبت یې ارزولی شو، خو باید هېر نهشې چې د فساد پر وړاندې مبارزه یوازې د قوانینو په جوړېدو نه کېږي، بلکې دا قوانین تطبیق غواړي او د فساد د ورکېدو لپاره جدي اراده او عمل.
د فساد پر وړاندې د مبارزې اړوند ځینې بنسټونه د فساد ورکولو په برخه کې حکومت کمزوری او ناکام بولي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې که څه هم د حکومت اقدامات ستایلي، خو ټینګار یې کړی چې باید پرې بسنه وشي او لا ډېر کار ته اړتیا ده.
حکومت هم د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپلو اقداماتو ته په اشارې وايي چې په دې برخه کې ډېرې لاستهراوړنې لري او د مخنیوي له کبله یې د مالیې وزارت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دغه راز په دولتي ادارو، په تېره پروژو او قرادادونو کې د فساد کچه ټیټه شوې ده.
سره له دې چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت ځینې اقدامات له پامه نهشې غورځېدای، خو واقعیت دا دی چې لا هم په دولتي ادارو کې فساد شته. لا هم یو شمېر دولتي پروژې او قراردادونه د معاملو له مخې او د بډو اخیستو په بدل کې شرکتونو او کسانو ته ورکول کېږي. لا هم په دولتي ګومارنو کې اړیکې پر وړتیا برلاسې دي.
اوس چې په دولتي ادارو کې فساد جرړې کړي او په اسانۍ سره یې له منځه وړل شوني نه دي، د دغې بدې ښکارندې پر وړاندې پیاوړې ارادې او جدي مبارزې ته اړتیا ده. دولتي ادارې، په تېره عدلي او قضايي ارګان باید په دې برخه کې داسې ګامونه واخلي چې مفسدان ولړزوي او په جدي توګه پرې د قانون تطبیق د نورو مفسدو لپاره عبرت وګرځي.
خلک هم د فساد پر وړاندې مبارزه کې باید خپله ونډه واخلي او له نظام سره د دغې شومې پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي. که خلک او دولتي ادارې، په تېره لوړپوړي چارواکي پر خپل وطن او خلکو زړه خوږ کړي، د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي هغو ته لومړیتوب ورکړي او وغواړي هېواد یې پرمختګ وکړي او افغانان له نړیوال چټک کاروانه شاته پاتې نهشي؛ نو په کار ده چې د ترهګري تر څنګ، په دولتي ادارو او ټولنه کې د فساد پر ضد ګډه مبارزه وکړي، که نه مفسدان به د نظام ستنې کږې او د افغانانو هډوکي به هم وشپېلي.
0 دیدگاه