فېسبوکيانو ته زېری
فېسبوکيانو ته زېری
فېسبوک د «Facebook View Ponit» په نوم یو نوی څېړنيز اپليکېشن وړاندې کړی چې کاروونکيو ته به يې نغدې پيسې ورکوي.
دا ټولنيزه شبکه په پام کې لري چې د دغه اپلیکېشن کاروونکي به هر کال ۶۰۰ ډالره تر لاسه کوي.
فېسبوک په يو ويبلاګي پوسټ کې لیکي چې دوی تصميم لري د فېسبوک، انسټاګرام، وټساپ او نورو اړوندو ټولنيزو پاڼو د ښهوالي لپاره له ۱۸ کلنو د لوړ عمره کسانو نظريات راټول کړي.
په دې پوسټ کې دا موضوع هم روښانه شوې چې په دغه اپليکېش کې به تر حساب جوړولو وروسته دا کاروونکي د مختلفو تحقیقاتو لپاره وربلل کېږي.
د دغه اپليکېشن لومړی تحقيق «د سلامتي څېړنې» په نوم دی چې ۱۵ دقيقو کې کېږي او کاروونکی يې تر بشپړولو وروسته۱۰۰۰ امتيازه تر لاسه کوي چې د ۵ ډالرو معادل دي ورته ورکول کیږي.
دا اپليکېشن يوازې هغه کسان کارولای شي چې عمرونه يې تر اتلسو کالو لوړ وي او په امريکا کې اوسي، خو د دې پوسټ له مخې، فېسبوک غواړي راتلونکی کال يې په نورو هېوادونو کې هم د لاسرسي وړ وګرځوي.
دغه راز دا شبکه به په راتلونکي کې دا هم روښانه کوي چې کوم رنګ مالومات راټولوي، څنګه يې کاروي او کاروونکی د پروسې تر بشپړولو څومره امتيازه تر لاسه کوي چې بيا د «pay pal» «د انټرنيټ په مرسته راکړه ورکړه» له لارې د پیسو په ورکړه پای ته رسېږي.
ياده وي چې دغه اپليکېشن لومړی له کاروونکي د نوم، ايميل ادرس، هېواد، استوګنځي، زېږ نېټې او جنسیت په اړه مالومات غواړي.
0 دیدگاه