کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي
کابل ته بل ناورين؛
د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي
سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو اوس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر کابل ښاریانو غږ کړی چې احتیاطي تدبیرونه ونیسي.
د دې ادارې رییس شاهزمان میوندي پرون په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل، کابل ښاریان باید له اړتیا پرته له کوره بهر و نه ګرځي او که ګرځي هم، باید د ماسکونو په وسیله خوله او پزه پټه کړي، ځکه له دې پرته ښايي پر بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته شي. د چاپېریال ساتنې ادارې د ککړې هوا د کچې کمولو لپاره له خلکو او دولتي ادارو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان هم په ښار کې د هوا له ککړتیا سر ټکوي او وايي، د هوا له سړېدو سره سم کابل ښار د ژوند کولو لپاره سخت شوی او له کبله یې ګڼ کسان پر بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د کابل یو اوسېدونکی مصطفی وايي، له یوې خوا خلک د ښار د هوا ککړېدو په برخه کې بېغوري کوي او بل خوا اړوند ادارو هم د دغې هوا د مخنیوي لپاره لازم تدبیرونه نه دې نیولي.
د هغه په وینا، په تېره یوه میاشت کې خپله او د کورنۍ نور غړي یې هم څو ځله روغتون ته بېولي چې په ښار کې د ککړې هوا له کبله ناروغان شوي وو.
د کابل یو بل اوسېدونکی حضرت علي چې خپله ناروغ دی او د درملنې لپاره د کابل جمهوریت روغتون ته تللی وايي، سره له دې چې له کوره بهر ماسک هم کاروي، خو د ښار هوا دومره ککړه ده چې بیا یې هم پر ټوخي او د سینهتنګي پر ناروغي اخته کړی دی.
دی زیاتوي، خلک بېوسه دي، نهشې کولای چې له برېښنايي وسایلو یا سمو سونتوکیو کار واخلي او اړ کېږي چې د ځان او بچیانو ګرمولو لپاره هر ډول سونتوکي وکاروي.
حضرت علي پر حکومت، په تېره د چاپېریال ساتنې پر ملي اداره غږ کوي چې لږ تر لږه په هغو حمامونو، د لامبلو حوضونو، فابریکو او نورو کارځایونو کې د ټايرونو، د ډبرو سکرو او نورو ناسمو توکيو د سوځولو مخه ونیسي چې د هوا د ککړتیا کچې د ډېرېدو لامل کېږي.
د مالوماتو له مخې، په کابل ښار کې د برېښنا کموالی، د ډبرو سکرو کارول، د کورونو تودولو لپاره د پلاسټیکونو او لرګیو سوځول، حمامونه، د تولیدي فابریکو فعالیت او ښار ته نږدې د خښتو پخولو بټۍ او د مسوولانو له لوري یې د هوا ککړتیا مخنیوي ته نه پام هغه اصلي لاملونه دي چې د کابل ښار هوا یې ککړه کړې او اوسېدونکي یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
بل خوا ډاکټران هم د کابل ښار هوا د خلکو د ژوند لپاره ګواښوونکې بولي او وايي، که اوسېدونکي یې خپلې روغتیا ته پام و نه کړي، ښايي د مرګ تر پولې یې رسوي.
د کابل ښاروالي د مالوماتو له مخې، دغې ښاروالي د روان کال له پیل راهیسې په ښار کې د ۴۸۲۵ لوړپوړیو ودانیو، روغتونونو، حمامونو، هوټلونو، ښارګوټو او نورو کارځایونو سونتوکي ارزولي او له ډلې یې یو شمېر چې سونتوکي یې نامعیاري وو، جریمه کړي دي.
خو کابل ښاریان د کابل ښاروالي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دا ډول اقدامات کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د هوا د ککړتیا مخه ونیسي او خلک یې له منفي اغېزو او ناروغیو وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره اوونۍ د چاپېریال ساتنې پر ملي ادارې د کابل ښار د ککړې هوا په مخنیوي کې پر پاتې راتلو نیوکه وکړه او په دې برخه کې یې د یوې منظمې طرحې غوښتنه هم وکړه.
0 دیدگاه