د نړیوال فوټبال په بریدګرو کې د رونالډو نوم نه دی یاد شوی
د نړیوال فوټبال په بریدګرو کې د رونالډو نوم نه دی یاد شوی
لویس سوراس له بلچر راپور سره په یوه مرکه کې وايي چې د نړیوال فوټبال غوره بریدګران یې وټاکل.
خو د تعجب خبره پهکې دا ده چې په دغه نوملړ کې د یوونتوس او پرتغال نامتو برازیلي ستوري کریستیانو رونالډو نوم نه تر سترګو کېږي.
سوارس پنځه واړه له لاتیني امریکا نه غوره کړي او لیونل مسي، روماریو، رونالډو نازاریو، دیگو فورلان او گبریل باتیستوتا ته یې رایې وکارولې.
نوموړي د برازیلي رونالډو په اړه وايي، هغه هر څه درلودل، ډېر ځيرک او چټک و او بله یې لا دا چې ټول توپونه یې پر ګول بدلول.
دغه راز سوارس د ایریګوای پخواني بریدګر فورلان په اړه هم زیاتوي چې له هغه سره مې لوبه کړې او پوهېږم چې څه یو بریدګر و.
0 دیدگاه