نیمار د مسي پر وړاندې غبرګون وښود
نیمار د مسي پر وړاندې غبرګون وښود
لیونل مسي دا ځل بیا یو نوی ریکارډ له ځانه پرېښود او تر اوسه یې لا دوران پاتې دی.
مسي د شپږم ځل لپاره وتوانېد چې د نړۍ طلايي توپ خپل کړي او په نړۍ کې د ریکارډ په توګه ثبت شو.
د پاریسن جرمن برازیلی لوبغاړی نیمار بیا د مسي د دغې اتلولۍ پر وړاندې غبرګون ښيي.
هغه د ټولنیزو شبکو په یوه پاڼه کې پر طلايي توپ لیکي، له فوټبال نه مننه، ورور ته مې مبارکي وایم.
ویل کېږي چې نیمار له مسي سره ښې اړیکې لري، خو د مسي او رونالډو تر ټولو سخت سیال هم دی.
دا په داسې حال کې ده چې هغه له بارسلونا نه د بېلیدو په پایله کې له اوج نه لوېږي او نهشي توانېدلی چې نړیوال طلايي توپ وګټي.
0 دیدگاه