د غور شهرک ولسوالي د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور شهرک ولسوالي د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
په غور ولایت کې د فوټبال فدراسیون وايي، په شهرک ولسوالي کې د لومړۍ ډلې په نوم فوټبال سیالۍ د میثاق لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
له یاد فدراسیون څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې ده، دا سیالۍ له تېرې یوې میاشتې څخه پیل شوې وې او دولس لوبډلو په کې برخه اخېستې وه.
په تر تیب سره د دې سیالیو دویم او درېیم مقام د سرسبز او امید لوبډلو خپل کړ.
په دې سیالیو کې تر ټولو ډېر ۱۸ ګولونه د میثاق لوبډلې غړي احمد وهلي وو او تر ټولو غوره لوبغاړی د پیروزي لوبډلې غړی محمد امیر وګڼل شو.
0 دیدگاه