د هوا په سړېدو سوله بيا توده شوه
د هوا په سړېدو سوله بيا توده شوه
امریکا او طالبانو له شاوخوا څلور میاشتني ځنډ وروسته پرون د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړې.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین او ځینو امریکايي سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې د دواړو لوریو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلېدو پخلی کړی، خو د بحث وړ موضوع په اړه یې په یوه خوله نه دي.
امریکايي سرچینو ویلي چې د پیل شویو خبرو اترو د بحث وړ موضوعات په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی، خو شاهین بیا وايي چې اوسنۍ خبرې له هغه ځایه پیل شوي چې مخکې لغوه شوې وې.
امریکا او طالبانو تر دې وړاندې په قطر او اماراتو کې نهه پړاوه اوږدې خبرې وکړې، خو هوکړې ته له نږدې کېدو سره سم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه خبرې لغوه او لامل یې هم د طالبانو له لوري پر خپلو ژمنو د عمل نه کول او د تاوتریخوالي دوام په ګوته کړ.
اوس که څه هم په هېواد کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی، جګړې زور اخیستی او لا هم د تېر په څېر هره ورځ لسګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو پوښتنه دا ده چې د سولې ناوې به دا ځل را واده شي او که بیا به هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي؟
واقعیت دا دی چې یوې رښتینې او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو مهم ټکي د دې پروسې لپاره د ښکېلو لوریو اراده، کلک دريځ او رښتینولي ده.
که په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې ښکېل لوري د سولې لپاره پخه اراده ولري او وغواړي افغانان له دې خونړۍ جګړې خلاص کړي، کولای شي په ډېر لنډ وخت کې دا کار وکړي او په وطن کې د سولې او امن په اړه د افغانانو خوب رښتیا کړي.
خو ستونزه دا ده، څنګه چې روانه جګړه پردۍ ده، د پردیو له لوري پیل شوې، دوام یې کړی او لا هم روانه ده، همداسې د افغان سولې پروسه هم د هغوی په لاس کې ده او هر وخت یې چې خپلې موخې او ګټې پکې پیدا کړې، دا پروسه به بریا ته پرېږدي، که نه تر هغې یې چې له لاسه و نه ايستل شي یا اړ نهشي، د سولې په تړاو د افغانانو هیلې به همداسې هیلې پاتې شي.
په هر صورت د سولې په تړاو وروستیو هڅو او ځینو اقداماتو ته په کتو، دا تمه شته چې د سولې خبرې اترې تر یوه ځایه ورسېږي، خو د طالبانو او پاکستان نرمښت او غاړه ايښوول پکې شرط دي.
افغان حکومت د سولې لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی او لپاره یې د یوې ځانګړې طرحې د جوړولو تر څنګ، د بندیانو په یوه تبادله کې د انس حقاني په ګډون درې مهم طالب قومندانان له بنده خوشې کړل.
اوس نو د طالبانو وار دی چې د سولې تازه هڅې د مخکېنیو هغو په سرنوشت اخته نه کړي او دې پروسې ته په خپلې قرباني او انعطاف منلو نوی رنګ ورکړي، تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي او دغه راز له حکومت سره بین الافغاني خبرې اترې هم پیل کړي، ځکه تر هغې چې اوربند و نه شي، د افغانانو د وینې تویول کم یا بند نهشي او د افغانانو تر منځ مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل نهشي، د سولې پروسه بېپایلې ده. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مخکېنیو اوږدو او پټو خبرو اترو ناکامي یې ښه بېلګه ده.
د افغانانو تمه دا ده چې د سولې په تازه پیل شویو خبرو اترو کې هم امریکا او هم طالبان د پاکستان په ګډون دې پروسې ته نه یوازې ژمن پاتې شي، بلکې سوله د معاملې پر ځای پر یوې پروسې بدله کړي او د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره لار هواره کړي.
که طالبان د تېر په څېر بیا هم پر خپل سخت دریځ ودرېږي، انعطاف و نه مني او بین الافغاني خبرو ته هم حاضر نه شي؛ نو په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې د دوام او له کبله یې افغانانو او وطن ته د اوښتو زیانونو ټول مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.
د امریکا متحده ایالات که غواړي د سولې خبرو تازه پیل شوی پړاو د تېر هغه پر خلاف بریالی شي؛ نو پهکار ده چې دا ځل له پوره دقته کار واخلي. د نړیوالې ټولنې په همکاري پر پاکستان او طالبانو فشار راوړي او هغوی اړ کړي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل، تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي، که نه د سولې دا پړاو به هم د هغه تېر پر سرنوشت اخته شي او د سولې یو بل د سرو زرو چانس به هم له لاس ورکړي.
0 دیدگاه