د ماشومانو جنسي ځورونه
۱۶ قوس ۱۳۹۸ 894 0 نظر سرخط

د ماشومانو جنسي ځورونه

د ماشومانو جنسي ځورونه

لومړۍ برخه

ډاکټر محب زغم

په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپور مختلف غبرګونونه را وپارول. ځینو وویل چې دا توطيه ده او غواړي مکتبونه بدنامه کړي چې خلک خپل ماشومان تعلیم ته پرې نه ږدي، د ځینو کسانو غیرت را وپارېد او دا راپور یې د خپل ولایت، قوم او سمت سپکاوی وګاڼه، چا ته دا د تبعیض او تعصب کار ښکاره شو او ځینو په خورا شوق او خوشالي راپور تایید کړ، خو هيچا دا خبره و نه کړه چې څنګه خپل ماشومان له جنسي ځورونې  وژغورو.

دا باید ومنو چې د ماشومانو جنسي ځورونه په هر ځای او هره ټولنه کې شته او خورا عامه ده. تر هغه څه چې موږ یې تصور کوو څو چنده زیاته ده. هغه څېړنه چې امریکا متحده ایالتونو د ناروغیو د کنټرول مرکز ترسره کړې ده، ښيي چې په هرو شپږو هلکانو او په هرو څلورو نجونو کې یو تن، یانې ۲۵ سلنه نجونې او تقریباً ۱۷ سلنه هلکان تر ۱۸ کلني پورې له جنسي ځور سره مخ شوي دي .1 په ۲۰۰۸ په امریکا کې ۶۹۱۸۴ ماشومان د جنسي ځورونې قربانیان شوي دي.2 بله څېړنه وايي چې لږ تر لږه ۱۲۳۵ سلنه امریکايي مېرمنې او ۴۹ سلنه امریکايي نارینه په ماشوماتوب کې د ناوړه جنسي استفادې له ځینو بڼو سره مخ شوي دي.

 

د ماشومانو جنسي ځورونه څه ده؟

 له جنسي اړيکې، جنسي فعالیت یا جنسي چلند سره د ماشومانو مخامخ کول یا یې ورباندې کول، ناوړه جنسي کار بلل کېږي. ناوړه جنسي استفاده د خولې، مقعد، فرج، کوناټو او تیونو تماس را نغاړي. همدارنګه د هغو شیانو استعمال هم چې په فرج او مقعد کې ننه ایستل کېږي، یا دغه غړي ورباندې نازول کېږي یا تحریک کېږي، هم جنسي ځورونه ده. د سکسي عکسونو یا فلمونو لپاره د ماشومانو استعمال، یو ماشوم/ ماشومه چا ته بې‌لارې معرفي کول، له نامناسبو خواهشاتو، د جنسي الت له ښوولو او شهواني شیانو سره د ماشوم تحریک کول هم د ناوړه جنسي استفادې نورې بڼې دي. همدارنګه ماشوم ته په شهوت سره کتل، سکسي خبرې ورته کول او د هغه پر وړاندې ځان لوڅول هم جنسي ځورونه ګڼل کېږي.

 

جنسي ځورونه څوک، څنګه، څه وخت او چېرته کوي؟

تر ډېره هغه کسان له ماشومانو جنسي استفاده کوي چې ښه یې پېژنو او باور ورباندې لرو. معمولاً د ماشومانو خپل ملګري، همزولي او یا تر دوی مشران هلکان چې ورسره یو ځای لوبې او تعلیم کوي، نږدې قریبان مو چې ورسره فامیلي تګ راتګ کوو او په کور کې یې شپه کوو، یا دوی کره شپه تېروي، ګاونډیان، د کوڅې دوکانداران، معلمان، ملایان، د بس او موټر سپرلي او داسې نور کسان دي. د امریکا متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي چې د جنسي ځورونې په مرتکبانو کې یوازې ۱۰ سلنه یې پردي دي، پاتې نور یې شناخته خلک  او ۲۳ سلنه یې په خپله ماشومان دي.

نور بیا...

تر واده مخکې پنځه پوښتنې

Dec 29, 2019 29

ولې طلاقونه ډېرېږي؟ ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بې‌باوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې [...]

د مينې حدودو ته مو پام کوئ

Dec 15, 2019 29

ډېر داسې حسونه شته چې له مينې سره ورته دي، خو که دقیقه پاملرنه وشي لويه تېروتنه ده، واقعي مينه «عشق» په لومړي ځل ژر نه باور پرې پيدا کېږي او نه اغېز لري، لاندې درې هغو نکتو [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 11, 2019 29

څلورمه برخه ډاکټر محب زغم ۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک